اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني وئيلي دي اسلامي نړۍ ته پېښو مسئلو حل دعلامه محمد اقبالؒ افکار كښې دې۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ ډائريکټوريټ جنرل آف ميډيا د اړخه جاري شوې بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني د اقبالؒ ورځ په موقع خپل خصوصي پيغام كښې د مفکر پاکستان علامه محمد اقبالؒ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل اسلامي نړۍ ته پېښو مسئلو حل دعلامه محمد اقبالؒ افکار كښې دې،د علامه اقبالؒ افکار او په نظريات عمل كولو سره د اسلامي نړۍ په چيلنجونو قابو موندلې كيدې شي۔سپيکر ووئيل علامه اقبالؒ د خپل ولوله انګيز شاعرۍ د لارې اسلامي نړۍ د غقلت خواب څخه رابيداره كړي۔راجه پرويز اشرف ووئيل قائد اعظم محمد علي جناح متحرك قيادت كښې د نيمي اوچي مسلمانانو د علامه اقبالؒ د جلا هېواد خواب پوره كړې ، ختيز شاعر علامه اقبالؒ د نيمي اوچي مسلمانانو لپاره د جلا هېواد خواب د كوم نعمت څخه كم نه ؤ۔سپيکر ووئيل علامه اقبال د اتحاد بين المسلمين داعي ؤ۔ راجه پرويز اشرف ووئيل د علامه اقبالؒ په افکار او اسلامي تعليمات عمل كولو سره د اوسني وخت په مسئلو قابو موندلې شو۔ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني ووئيل علامه اقبال د اسلامي ټولني تصور کائناتي دې او جغرافيائي، قوميت حدود او قيود څخه بالاتر دې ،علامه اقبال ؒعمر له په اتحاد بين المسلمين زور راوړې۔ډپټي سپيکر ووئيل علامه اقبالؒ يو امناكه او اعتدال خوښې ټولني جوړول غوښتل،هغه د خپلې شاعرۍ او تحريرونو د لارې مسلمانانو كښې د آزادۍ يو نوې روح پوكلې ؤ۔
اسلامي نړۍ ته پېښو مسئلو حل دعلامه محمد اقبالؒ افکار كښې دې۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف او ډپټي سپيکر زاهد اکرم دراني
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری