اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين پاكستان سفارتي اړيكو جوړيدو په 71مه سالګره صدر شي جن پنګ، دواړو هېوادونو حكومتونو او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي چې د وخت كوم طوفان ، د نړيوالو حالاتو كوم طوفان او د حسد كوم اوور د پاكستان او چين په فولادي خپلولۍ اثرانداز كيدې نشي،كلك عزم لرو چې دواړه فولادي وروڼو دا مثالي خپلولي به لا قوي شي ۔ د پاك چين سفارتي اړيكو په 71مه سالګره خپل پيغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چين او پاكستان دوه وروڼه دي ، نن هغه مباركه ورځ ده كله چې دواړه هېوادونو د ملګرتيا بوټې نال كړې ؤ كوم چې په 70 كلونو كښې يو قوي او ميوه داره اونه جوړه شوې،د 21 مئي 1950 نه تر 2018 د دواړه هېوادونو مشرانو او اولس د ملګرتيا دې اونې څخه په زړه پورې ميوې ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل زه د چين او پاكستان د اول نه تر آخر ټولو مشرانو او لارښودد ته سلام كوم كومو چې دا ملګرتيا كوآپريټو سټرټيجك پارټنرشپ او فولادي وروڼو خپلولۍ كښې بدل كړې، د وخت كوم طوفان ، د نړيوالو حالاتو كوم طوفان او د حسد كوم اوور د پاكستان او چين په فولادي خپلولۍ اثرانداز كيدې نشي
د وخت كوم طوفان ، د نړيوالو حالاتو كوم طوفان او د حسد كوم اوور د پاكستان او چين په فولادي خپلولۍ اثرانداز كيدې نشي، وزيراعظم شهباز شريف د پاك چين سفارتي اړيكو په 71مه سالګره پيغام
مضمون کا ماخذ : راکی