تنکسي 31 مارچ (اے پي پي) د افغانستان د ګاٶنډيانو هېوادونو خارجه وزيرانو په افغانستان كښې د ملي روغې جوړې او د مېرمنو او د كوچنيانو د حقونو تحفظ باوري كولو لپاره د اقدامات غوښتنه كړې ۔ دا مطالبه د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو چين، پاکستان، ايران، روسيه، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان د خارجه وزيرانو په درېمه غونډه كښې شوې كومه چې د چين د انهوئي صوبې په په تنكسي ښار كښې شوې۔ په غونډه كښې د ګډون كوٶنكو هېوادونو خارجه وزيرانو او اعليٰ عهديدارو ګډون كړے۔ د غونډې ګډون كوٶنكو په افغانستان كښې د يو جامع او د پراخه بنياد سياسي ډهانچې جوړولو، په اعتدال اډانه د خارجه او داخله پاليسيو جوړولو او ټولو هېوادونو په خاص توګه ګاٶنډيانو هېوادونو سره په دوستانه اړيكو جوړولو زور رواړے۔ ګډون كوٶنكو په نورو هېوادونو هم زور رواړو چې ھغوي ذكر شوې مقاصد ترلاسه كولو لپاره افغان حکومت سره نزدې روابط جوړ كړي۔ په غونډه كښې افغان اولس لپاره د روزګار ذريعې ښه كولو لپاره اقدامات كول او د مېرمنو٬ د كوچنيانو او د بېلا بېلو ډلو پشمول د ټولو وګړو د حقونو تحفظ باوري كولو لپاره په اقدامات كولو هم زور راوړلے شوے۔ د چين صدر شي جن پنګ غونډې لپاره د مباركۍ پېغام رالېږلې او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترش د وېډيو لنك د لارې مختصر خطاب كړے۔ د غونډې ګډون كوٶنكو د افغانستان د خپلواكۍ٬ سيمه ايز سالميت او د افغان اولس د اتحاد او د يوالي د احترام ل هد عزم پخلے كړے۔ دوې د افغان اولس د ملاتړ او د افغانانو په قيادت كښې د دوي د خپلو اصولو د پالنې د عزم هم څرګندونه كړې ٬ دوي د افغان اولس د موجوده صورتحال ذمه وارو هېوادونو څخه د افغانستان د معيشت بحالۍ او د هېواد د ترقۍ لپاره د خپلو لوظونو ترسره كولو هم مطالبه كړې۔ دوي دا باور څرګند كړے چې سوله ايز٬ خوشحال او مستحکم افغانستان د منطقې د ټولو هېوادونو په مفاد كښې دے٬ ګډون كوٶنكو افغانستان لپاره د مرستې هلې ځلې د سياست نذر كولو د هر كوشش مخالفت كولو له د عزم څرګندونه هم كړې او هلته په موجوده انساني صورتحال ئې د تشويش څرګندونه كړې۔ دوي د ملګرو ملتونو او د بېلا بېلو ادارو لخوا افغانستان لپاره د مرستې هلو ځلو ستائنه وكړه او د سلامتي كونسل څخه ئې افغانستان لپاره د هنګامي مرستې ګړندې كولو مطالبه وكړه۔ دوي افغانستان لپاره د طبې مرستې په خاص توګه د كرونا وباء پحقله د مرستې كولو د عزم هم څرګندونه وكړه۔ دوي د بېلټ اېنډ روډ غوندې پروګرامونو او د سيمه ايزو تنظيمونو افغانستان سره د مرستې ښه كولو د عزم هم پخلے وكړو۔ دوي د دې امر هم پخلے وكړو چې د افغان موجوده حکومت خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ لپاره د استعمال اجازه نه وركولو عزم كړے ۔ دغسې ګډون كوٶنكو د ترهګرو ډلو د كاروائيو هم په سختۍ سره غندنه كړې ده
د افغانستان د ګاٶنډيانو هېوادونو خارجه وزيرانو په افغانستان كښې د ملي روغې جوړې او د مېرمنو او د كوچنيانو د حقونو تحفظ باوري كولو لپاره د اقدامات غوښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔