اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د كشمير يوالي ورځې په موقع د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي په مشرۍ كښې د فارن آفس نه تر ډي چوك لاريون شوې٬ په لاريون كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، دوهم سپيكر قاسم خان سوري،د كشمير پارلماني كمېټۍ چيِئرمېن شهريار خان آپريدي،د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري، وفاقي وزير سيد فخرامام، زرتاج ګل ، پارلماني غړو او د حريت مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ په دې موقع په لاريون كښې ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان هر كال کشميريانو سره د فرورۍ پنځمه نېټه د كشمير يوالي ورځ په توګه لمانځي دغسې چې په نړيواله ورورولۍ او ملګرو ملتونو زور راوړي چې هغه د خپلو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئله حل كړي۔ هغه ووئيل پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي
د كشمير يوالي ورځې په موقع د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي په مشرۍ كښې د فارن آفس نه تر ډي چوك لاريون
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات