اسلام آباد 03جون (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ترکيه او پاکستان يو وجود دے، په دوه هېوادونو كښې مېشته دي خو قام يو دے٬ د پېړيو راروانې دا اړيكې نړۍ لپاره يو ځانګړے مثال حېثيت لري،د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي حجم په راتلونكو دريو كالو كښې تر 5 اربه ډالرو د رسولو هدف ټاكلے شوے٬د ترکيه درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال په انقره كښې د ”ټي آر ټي” د اردو سروس مشر ډاکټر فرقان حميد سره خپلې خاص مركه كښې وزيراعظم ووئيلزما وژن د پاكستان بيا رغونې، په غربت كښې كمي راوستل او كفايت شعاري باوري كولو لپاره د سركاري څانګې بجټ كښې كمي لپاره هڅې كول دي. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د هغه حكومت به د ټاكنو نه وړاندې د اولس ستونزې حل كولو لپاره د لنډې مودې اقدامات كوي. ده ووئيل كه په راتلونكو ټولټاكنو كښې زمونږ ګوند د اولس خوښې له مخې اقتدار ته راځي نو د بې روزګارې او غربت غوندې ستونزو حل لپاره به يوه بشپړه پرمختيائي تګلاره وړاندې كولې شي. وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه د اېندهن بېعې لوړې شوي او حكومت د تېل او ګاز بېعو كښې په زياتوالي مجبور شوے. وزيراعظم د پاكستان سياسي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د عدم اعتماد تحريك كامياب شوے، دا د اقتدار يوه آئيني او قانوني منتقلي ده كومه چې په آئين كښې وركړې شوې.ده ووئيل دې څخه وړاندې په داسې حالاتو كښې د مارشل لا او پوځي مداخلې مشاهده شوې خو اوس ئې ټول صورتحال بدل كړے او بايد د دې ملاتړ وكړے شي. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل پاكستان او تركيه په صلاح مشوره د سيمه ايزې مرستې په روډ مېټ روان دي او د دواړو هېوادونو د مشرانو په مېنځ كښې يووالي ليدے دے.شهباز شريف ووئيل ما چې څنګه د پاكستان وزيراعظم په حېث سوګند پورته كړو نو د ټولو نه وړاندې په دغه شپه د تركيه صدر او زما ورورو، پاکستان لپاره شفيق او نزدې دوست صدر ايردوان د ټېلي فوني تماس د لارې ما ته په وزيراعظم جوړېدو مباركي راكړې۔ ده ووئيل د صدر اېردوان د مېنې زه مننه كوم ۔ ده ووئيل د پاکستان قام صدر رجب طيب ايردواننه يوازې ستائنه كوي بلكې د تركيه او پاكستان چې كومه رشته ده ھعه نړۍ لپاره يو ځانګړے مثال حېثيت لري، د دې اړيكو لا ودې لپاره به زما د تركيه دوره ډېره ګټوره ثابته شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او ترکيه تجارتي او اقتصادي اړيكو پلو پام ګرځولو كښې ووئيل صدر ايردوان او د تركيه وزيرانو سره په خبرو اترو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي حجم په راتلونكو دريو كالو كښې 5 اربه ډالرو ته د رسولو هدف ټاكلے شوے، دا مهال تجارتي حجم يواځې يو ارب لس كروره ډالره دے٬ مونږ په تېرو 75 كالو كښې تجارتي حجم 1.1 اربه ډالرو ته په رسولو كښې كامياب شوي يو، نوې هدف سر كول زمونږ لپاره يو چېلنج دے او ان شآء الله مونږ به د دې مقابله كوٶ۔ وزير اعظم شهباز شريف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پېړيو راهسې چې كومې ژورې اړېكې راروانې دي د بده مرغه دا په تجارتي مېدان كښې نه تر نظرهكېږي ۔ ده ووئيل تجارتي اړيكو ته وده وركولو سره به خپل مېنځ كښې مينه او د ورورولۍ كلتور وده ومومي٬دې لپاره د 5 اربه ډالرو چې كوم هدف ټاكلے شوے دا سر كول ضروري دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د سېلګرۍ په اړه تركيه څخه د مرستې ذكر كولو كښې ووئيل ترکيه سره خپلې اړيكې چې په كال 2018 كښې مو په كومه كچه پرېښودې وې د ھغه ځايه څخه به ئې وړاندې بيايو، مونږ به په تندۍ سره شريكو اړيكو ته وده وركوٶ۔ ده ووئيل تركيه د نورو څانګو غوندې په سېلګرۍ كښې هم لوي كمالات لري، مونږ به د دواړو هېوادونو د پرمختګ په لار كښې رامخې ته ټول خنډان لرې كوٶ
ترکيه او پاکستان يو وجود دے، په دوو هېوادونو كښې اوسېږي خو قام يو دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف ”ټي آر ټي” اردو سره مركه
مضمون کا ماخذ : گرم گرم