اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې د اتوار په ورځ د خزانې په وزارت كښې د را??لونكي مالي كال 18-2017م د بجټ تيارې په لړ كښې د جاج اخستې غونډه وشوه۔ په دې موقع د تجارت سېكتر په بجټ رڼا واچوله او د خزانې وزير ئې د بجټ بېلا بېلو تجويزونو نه خبر كړو۔ ده ووئيل چې د بجټ تجويزونو په اړه ټولو شراكتدارو سره تفصيلي م??اقاتونه شوي دي۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل چې تجويزونه دې په نظر كښې وساتل شي۔ ده ووئيل چې حكومت د هېواد د برامداتو ??ضافې ته خاص پام كوي چې دغسې په جي ډي پي كښې پائيداره او زياته اضافه وكړې شي۔ د خزانې وزير د را??لونكي بجټ په اړه د ټېكس د تجويزونو هم جاج واخستو۔ په غونډه كښې د خزانې سېكتر٬ د اقتصادي چارو ډويژن٬ تجارت٬ سېكترانو٬ د اېف بي آر چېئرمېن او د سېټېټ بانك پشمول د نورو ادارو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرې كښې د راتلونكي مالي كال 18-2017م د بجټ تيارې په لړ كښې د جاج اخستې غونډه
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز