اسلام آباد 04 جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئېلي دي چې د كروندګرو خېرښېګړې لپاره د قامي زرعي بېړني پروګرام له مخې ټولې 16 پروژې پیل كړې شوې دي٬ د سرې د رسنې په مسئله تر ډېره حده قابو موندلې شوې۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر سيمي ايزدي د پوښتنې په ځواب كښې د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محد خان ووئيل چې د كروندګرو خېرښېګړی لپاره د قامي زرعي بېړني پروګرام له مخې ټولې 16 پروژې پیل كړې شوې دي چې ماليت يې 84305.10 ملين روپۍ دے۔ ده ووئيل چې د سرې رسنې مسئله تر ډېره حده حل كړې شوې٬ ډېر زر به بهتري راشي۔ ده ووئيل چې د كروندګرو خېرښېګړې لپاره كسان كارډ جاري كول تاريخي اقدام دے۔ د حكومتي اقداماتو له امله په هېواد كښې د غنمو ښه فصل شوے.
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria