اسلام آباد28 جون (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئېلي ديوفاقي كابينې د مرګونې خزلې انتظام لپاره د قامي پالېسۍ منظوري وركړې چې له مخې به يې د پلاسټك او نورو خطرناكو اليكټرانك موادو د درآمد محدود اجازه وي كومه به چې باقاعده د لائنسز د لارې جاري كېږي٬مهلك خزله كښې د موبائل بيټرۍ او نور برقي آلات هم شامل دي٬ماحول ښه كولو لپاره وګړو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كول پكار دي٬وفاق او ټولو صوبو كښې به موجود انوائرنمنټ پروټېكشن ايجنسيز فعاله كول وي٬د دې فريم ورك جوړول دي٬د نېشنل ايكشن پلان له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د كابينې غونډېنه پس د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره سره مېډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔وفاقي وزيرې ووئيل د خطرناكې خزلې تلف كولو په اړه د جوړې كړی قامي پالېسۍ وفاقي كابينې په اصولي توګه منظوري وركړې٬دا يو تاريخي ساز پريكړه شوې ٬په پاكستان كښې په كلنه توګه 80 زره ټنه خطرناكه خزله د بهرنو هېوادونو څخه درآمد كېږي٬كومه چې د ري سائيكل كولو لپاره استعمالېږي٬ دې ووئېل په حقيقت كښې دې څخه ټوله خزله زمونږ دريابونو٬آبي وسائل او قدرتي وسائلو ته زيان رسوي٬دا خطرناك خزله انتهائي مهلك او انساني صحت لپاره ضرر رسانه ده ٬ دې ووئېل د دې پالېسۍ له مخې ټولو صوبو سره تفصيل سره مشاورتي غونډه شوې ٬په راتلونكي پړاؤ كښې به يو قامي ايكشن پلان جوړ كړے شي دغسې چې په پالېسۍ 100 فيصد عملدرآمد باوري كړے شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل په پاكستان كښې د خزلې مجموعي وزن 60 زره ټنه دے او مهلك درآمد شوې خزله د دې څخه څو چنده زياته ده۔ دې ووئېل د دې پالېسۍ ضرورت ؤ كومه چې ډېره موده پس په عمل كښې راوستلې شوې۔شېري رحمان ووئيل زمونږ ډېرې صنعتي څانګې او پرائيوېټ ادارې د مهلك خزلېپه درآمد كښې ككړې دي كومې چې باقاعده په قانوني توګه د ريګولېټ كولو ضرورت دےاو كومې لپاره به جې په صوبائي كچه د ماحولياتي تحفظ ادارو د كار استعداد زياتولې شي او په باقاعده توګه په صوبائي كچه قانون سازي كولې شي٬ دې ووئېل دا پالېسي به زمونږ لپاره په جي اېس پي پلس كښې مرستياله ثابت شي كومې څخه به چې معيشت له ګڼ اړخيزه نتيجې رامخې ته شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل مونږ يو جامع پروژه پیل كړی په كومه به چې راتلونكي پړاؤ كښې لا پېشرفت وشي او وزارت هيله لري چې په دريو مياشتو كښې به فريم ورك جوړ كړے شي ٬ د دې نه پس به پالېسي نافذالعمل شي۔په دې موقع د وزيراعظم د ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره ووئيل پاكستان د مقبوضه كشمير د اولس د حق خود اراديت تل بشپړ ملاتړ كړے۔ده ووئيل كابينې په آزاد كشمير كښې د مېشته مقبوضه كشمير كډوالو آباد كارۍ لپاره لويه مهمه پريكړه كړې ٬د پناه په عارضي ځايونو كښې مېشته 8 زره كورنيو لپاره به كورونه جوړولې شي٬په وړومبي پراؤ كښې د 1300 كورونو رغونې لپاره كابينې په سمدستي توګه د 3 اربه 10 كروړه روپو جاري كولو پريكړه كړې۔ ده ووئېل د دې كورونو تعمير زر تر زره پېل كولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات كولې شي٬ ده ووئېل د كورونو جوړولو لپاره 40 فيصده زمكه په ګوتهكرې شوې۔ده ووئيل د آزاد كشمير حكومت سره به په ګډه نوره زمكه هم ډېر زر لوكيټ كړې شي٬په دې لړ كښې به د كشمير حكومت ته هر ډول مرسته وركولې شي۔ ده ووئېل د كورونو په دوهم او درېم فيز به كار وروستو پېل كېږي۔قمرزمان كائره ووئيل د كال 1989 نه پس په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او تشدد څخه نزدې 8 زره كورنۍ آزاد كشمير ته په هجرت راغلي٬د پاكستان حكومت د دې كورنيو تل مرسته كړې او د دې كورنيو هر كس ته هره مياشت يو مخصوص فنډ وركړے كېږي٬ ده ووئېل په دغه فنډ كښې اضافې لپاره هم سمري لېږلې شوې ٬د آزاد كشمير حكومت سره مو په دې لړ كښې رابطه كړې ۔ده ووئيل د خپلو كشميريانو وروڼو او خوئينېدو په ژوند كښې آسانۍ لپاره بشپړه هڅې كوو۔د مذهبي چارو سېكرټري ووئيل د مئي په 24مه نېټه وفاقي كابينې د حج پالېسۍ 2022 منظوريوركړې وه٬په حج پالېسۍ 2022 كښې څه تراميم شامل وو چې په سوب يې نن بيا وفاقي كابينې ته تلې وو۔ده ووئيل په مجموعي كچه د سركاري حج كوټه له مخې پاكستان ته د 81 زره 132 حج كوټه ترلاسه شوې وه٬دا كوټه موڼږ د وفاقي كابينې منظورۍ څخه حكومت او پرائيوېټ كمپنيز باندې تقسيم كړی وه۔ ده ووئېل حكومت په دې كښې 40 فيصد كوټه اخستې وه او پرائيوېټ كمپنيز ته ئې 60 فيصده كوټه وركړی وه٬ ده ووئېل د حج آپرېشن په مهال مونږ ځينې ستونزو سره مخ شوي وو٬په بېنكونو كښې چې كوم رجسټرېشن كېدو او چې كوم بينك فيس جمع كېدو په هغې كښې 1400 اووربكنګ شوے د كوم په سوب چې ستونزې رامخې ته شوي ٬دا غلطي ټولو بنكونو سره وه٬ ده ووئېل مونږ انكوائري وكړه په كوم چې بنكونو خپله غلطي تسليم كړه خو خلق مونږ قصور وار نه شو ګرځولے ځكه وزارت دا پريكړه كړېچې د وزارت 1000 هارډ شپ كوټه وه په هغې كښې به مونږ ټول كسان اېډجسټ كوو۔
وفاقي كابينې د مرګونې خزلې انتظام لپاره د قامي پالېسۍ منظوري وركړه۔د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره سره مېډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز