اسلام آباد 30 جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئ??لي دي د ډاكټرانو په حتمي اجازه راكولو به زه ډېر زر هېواد ته دراستون شم٬ د مينې٬خلوص او د ولولې احترام سره د ګوند كارمندانو او اولس ته غږ كوم چې هېواد ته په درستنېدو زما د هركلي كولو او نورې دستورې منسوخ كړئ۔د زيارت په ورځ د ګوند كارمندانو او اولس پھ نامه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا خبره ما ته معلومه شوې ده چې زما هېواد ته په درستنېدو تاسو د هركلي يو لويې پروګرام له چمتو والي نيولې٬زه ستاسو د مينې ??و خلوص بشپړه ادراك لرم۔وزيراعظم ووئيل ما د خپل زړه عملياتو (سرجرۍ )په حقله هم ستاسو د مينې ??و خلوص ځانګړې څرګندونه كتلې كومه چې زما لپاره لويې درناوے دے۔هغه ووئېل ستاسو دغه دعاګانې قبولې شوي او د لوے څښتن پھ فضل زما حساسه سرجري په خېر او قلارتيا ترسره شوې او زما صحت مخ په ښه كېدو دے۔هغه ووئيل ستاسو دا مينه زما د ګوند لپاره لويه ??ثاثه ده او هم دا مينه ماته د ګران هېواد د خدمت ٬عزم او انرجي رابخښي۔وزيراعظم ووئيل د ډاكټرانو د اړخه په حتمي اجازه به زه ډېر زر هېواد ته درستون شم او د يو بل سره به ګام په ګام او اوږه په اوږه د پاكستان رغونې ??و پرمختګ او د امن او خوشحالۍ دا مزل روان ساتو۔دهغه ووئيل د روژې مباركې مياشت حتمېږي څو ورځې پس به وړوكے اختر وي او تاسو د خپل ديني او تهذيبي رواياتو ترمخه دا خوشحالي لمانځلو له چمتو والې ونيسۍ۔ده ووئيل په تېرو ورځو كښې د ترهه ګرۍ پېښې هم زمونږ لپاره د غم دړد سوب دي٬د اختر لمانځلو په وخت هغه شهيدانو او د هغوي كورنۍ هم په خپلو دعاګانو كښې ياد وساتئ ۔نواز شريف ووئيل يو ځل بيا ستاسو د ټولو د خپلو مئيندو خوېندو٬لوڼو٬مشرانو او زلمو د زړه نه مننه كوم چا چ?? ما له ډېر مينه راكړې او په دعاګانو كښې يې ياد ساتلې يم
د ډاكټرانو په حتمي اجازه راكولو به زه ډېر زر هېواد ته درستون شم
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria