اسلا?? آباد۔4 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د رايې آزادۍ درس وركوؤنكو څلور كاله په پارليمان كښې ميډيا كارنر بند وساتلو٬ د خبريالانو روان پروګرامونه يۍ بند كړل٬ د پي ټي آئي چيئرمېن څخه چې كله د معاشي بدحالۍ ٬ ګرانۍ ٬ د آئي اېم اېف لوظنامې خلاف ورزۍ په اړه پوښتنه وكړې شي نو وائي ما سره معاشي ډله ښه نه وه٬ كه د توشه خانې او 190 ملين غلا په اړه وپوښتلې شي نو د دې ملبه په خپل اېم اېس او كابينه اچوي٬ دې د غلا هېڅ ځواب نه لري٬ مونږ څلور كاله سنسرشپ زغملے دے٬ مونږ په مړانه د دغې مقابله كړې٬ پېمرا (ترمیمی) بل 2023ء جدي قانون سازي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ دې ??وئ??ل په تېرو څلور كلونو كښی يو نالائق او فاشسټ ټولګې په پارليمان او حكومت قابض وو كوم چې تر څلور كلونو په پارليمان كښې ميډيا كارنر بند وساتلو او نن د صحافت د آزادۍ درس وركوي۔ دې ??وئ??ل قومي اسمبلۍ څخه منظورۍ نه وروستو مو پېمرا (ترمیمی) بل 2023ء نن سېنېټ ته وړاندې كړو۔ د دې بل تيارولو له 12 مياشتې مشاورت وكړے شو٬ د ميډيا په شمول ټولو تنظيمونو په كومو كښې چې پارليماني رپورټرز اېسوسی اېشن هم ??امل دے ددې بل په اړه خپله رايې وركړه۔ په دې زه د ټولو مننه كوم۔ دې ??وئ??ل په دې بل كښې په مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن كښې فرق بيان كړې شوې دې او په دې كښې د تېروتنې ګنجائش ساتلې شوې دې۔ دې وئيل دا بل نزدې 20 ورځې په پبلك ډومېن كښې پاتې شو۔ دې ??وئ??ل د پېمرا ترميمي بل منظوري ټولو ميډيا تنظيمونو ٬ قومي اسمبلۍ ٬ دقومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو كمېټۍ په يوه خله وركړې او زه غواړم چې د دې بل په اړه د سېنېټرز رايې هم ??امخې ته شي٬ دا يوه جدي قانون سازي ده دا بايد متنازعه نه كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن زما په خواست دا بل د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته لېږلې دې۔ دې ??وئ??ل د دې بل پراسيس لا قوي كولو له دا د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته لېږلې شوې دې۔ دې ??وئ??ل نړۍ “كو رېګولېشنز” او “سېلف رېګولېشنز” پلو مخ په وړاندې روانه ده۔ په دې تناظر كښې د ګردې نړۍ قوانينو او تګلارو ته كتلو سره په پېمرا قانون كښې بدلون كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ??وئ??ل اطلاعاتو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن مفرور دے ٬ هغه كله كله په نظر راځي٬ دا بل زيات مهم ??ے ٬ په دې كښې تاخير كېدې نه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن اختيار لري چې هغه د كمېټۍ غړو څخه څوك قانون سازۍ لپاره لنډ مهاله چيئرمېن غوره كړي۔ دې ??وئ??ل زمونږ نيت صفا دے كه پاك پروردګار ته منظور وي سېنېټ څخه به دا بل زر منظور شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ??وئ??ل د پي ټي آئي چيئرمېن څخه چې كله د هېواد د بدحالۍ ٬ د معيشت بدحالۍ ٬ د ګرانۍ او آئي اېم سره په سختو شرطونو د لوظنامو په اړه پوښتنه وكړې شي نو وائي ما سره معاشي ډله سمه نه وه۔ او كله چې ترې د 190 ملين غلا پوښتنه وكړې شي نو وائي ما ته څه معلومه ده ٬ كابينې څخه پوښتنه وكړۍ۔ كله چې ترې د توشه خانې د ګھړۍ پوښتنه وكړې شي نو وائي زما اېم اېس ته به معلومه وي۔ بيا دې په بالټي او ډبي وغېره مخ پټولو سره عدالت ته راځي۔ دې ??وئ??ل دا هغه سړے دے چې اولس سره سترګې لګولې نه شي۔
د رايې د آزادۍ درس وركوؤنكو څلور كاله په پارليمان كښې ميډيا كارنر بند وساتلو٬ مونږ سنسرشپ زغملې ٬ مونږ د بالټي او ډبي شاته نه يؤ پاتې شوې ٬ په مړانه مو مقابله كړې ٬ مريم اورنګزېب
The emperor's favor online entertainment website
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل