اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي د پاكستان وجود د ټولو اقليتونو د حقونو ضامن دے ٬ پاكستان چې څومره مضبوط وي دومره به د هند دننه د مظلومو وګړو غږ قوي وي٬ نرېندر مودي كله هم د مظلوم ترڅنګ نه دے ولاړ ٬ هند كښې په مذهبي اقليتونو ظلم او زياتې روان دے٬ د بشري حقونو تنظيمونه په هند كښې اقليتونو سره روان ناروا سلوك په ډاګه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ده د فرېنډز آف کشمیر انټرنېشنل او کشمیر میډیا سروس تر اهتمام لاندې په ??? ه??د كښې په اقليتونو او كشميري اولس ظلم او زياتې” په سرخط ??ابيا شوي سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ نګران وفاقي وزير ??وئ??ل پاكستان تل د كشمير كاز اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلے او دا به د مقبوضه كشمير تر آزادۍ دوام لري۔ ده ??وئ??ل په پاكستان كښې چې كله هم اقليتونه كومې ناوړه پېښې سره مخ شوي زمونږ ټولنه بلكې سياسي ګوندونه او حكومت د مظلوم ترڅنګ اودرېدلي دي۔ د جډانواله د افسوس وړ پېښې څخه فوري وروستو وزيراعظم پخپله دغلته لاړو ، د اقلیتونو د شوي زيان ازاله يۍ وكړه٬ دا هغه فرق دے كوم چې د پاكستان او هند ترمينځه موجود دے۔ ده ??وئ??ل كوم تشدد كونكے رياست زيات وخت لپاره نه پاتې كيږي٬ هغه وخت به ضرور راشي كله به چې دا د تشدد كارروايۍ ختمې شي۔ ده ??وئ??ل پاكستان د بشري حقونو او په خا?? توګه د كشمير په اړه په خپل دريځ ټينګ ولاړ دے او د كشميري اولس د بشري حقونو ٬ د خپلواكۍ حق له د هغوي د روانو هڅو سفارتی او سیاسی مرسته يۍ د تېرو 75 كلونو څخه روانه ساتلې ده۔ ده ??وئ??ل پاكستان چې څومره مضبوط وي دومره به هند كښې د مظلوم اولس غږ قوي وي نو ځكه د پاكستان معاشي او سياسي استحكام په حقيقت كښې يو ضمانت دے۔ ده ??وئ??ل د مظلوم كشميري اولس مرستې له به پاكستان له خپل كردار دوامدار ساتل وي۔ ده ??وئ??ل زمونږ ميډيا اصل حقيقت او شمېرې نړۍ ته وړاندې كوي٬ مونږ د هند په شان سېنسرشپ ته اړتيا نه لرؤ۔ ده ??وئ??ل هند زمونږ په يو شمېر سوشل میډیا اکاؤنټس بندېز لګولے دے په كومو كښې چې رېډيو پاكستان هم شامل دے۔ د فلسطینی اولس په اړه ده ??وئ??ل په فلسطینی اولس د ظلم او زياتي باوجود نن هم د فلسطين د آزادۍ روح ته ماتې نه ده وركړې شوې۔ د فلسطين ملاتړ لپاره ګردې نړۍ څخه غږ پورته شوے۔ ده ??وئ??ل لكه څنګه چې د هند دننه مظلومو وګړو او په خا?? توګه كشميري اولس لپاره غږ پورته كولې شي دغسې فلسطیني اولس لپاره هم غږ قوي شوے دے او دا به ضرور رنګ راوړي۔
د پاكستان وجود د ټولو اقليتونو د حقونو ضامن دے ٬ پاكستان چې څومره مضبوط وي دومره به د هند دننه د مظلومو وګړو غږ قوي وي٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي سيمينار ته خطاب
3 Big Money Million Avenue Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania