بغداد۔29مئی(اے پی پی) خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان عراق سره جدي مرستې ته وده او شريكو ګټو له دوه اړخيزه همكاري په ځائې كول غواړي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ د خالي په ورځ بغداد كښې عراقي خارجه وزارت كښې خپل عراقي همڅنګ فواد حسېن سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د عراقي جغرافيائي سالميت او خپلواكۍ ملاتړ كوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د عراق د قربانيو اعتراف كوؤ۔ خارجه وز??ر ووئيل عراق سره زمونږ په نړيواله كچه دوه اړخيزه مرسته روانه ده۔ خارجه وز??ر ووئيل د افرادي قوت په برآمد كولو او انفراسټركچر ډوېلپمنټ كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وز??ر ووئيل هر كال نزدې دوه لكه زائرين د مقدس زيارتونو ليدلو له عراق ته راځي۔ هغه ووئيل مونږ د زائرينو آسانيو له “زائرین مېنجمنټ پالیسی” معارفي كوؤ۔ مونږ افغانستان كښې د امن په هڅو خبرې وكړې۔ هغه ووئيل مونږ نه غواړو چې افغانستان يو وارې بيا د 90 لسيزې ته لاړ شي له دې كبله ټولو همكارانو له به سولييز او مستحكم افغانستان له هڅې كول ??ي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ عراقي مشرتابه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو او د فلسطين مسئلې حوالې سره د پاكستان دريځ نه خبر كړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په بېلو څانګو ك??ې د مرستې تګلارې سره اړوند د مفاهمت په ځينې لوظنامو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هغه ووئيل مونږ په دوه اړخيزه ګ??ه كښې همكاري په ځائې كول غواړؤ۔ خارجه وز??ر د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل د مشرتابه په كچه د اعلی كچې دورو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې كړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان هيله لري چې عراق به د بېلو چېلنجونو كاميابۍ سره مقابله وكړي۔ د پاكستان حكومت او اولس د عراقي اولس امن ٬ پرمختګ او سوكالي غواړي
پاكستان عراق سره جدي مرستې ته وده او شريكو ګټو له دوه اړخيزه همكاري په ځائې كول غواړي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل عراقي همڅنګ سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais