اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پھ مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو څخه رامخې ته شوې صورتحال په ډاګه كولو سره وئېلي دي نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې د بشري حقونو لوظ نامو ترمخه خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي۔ده دا خبره د سويډن خپل هم څنګ اسټيفن لوف ون سره ټېليفوني تماس په مهال وكړه۔وزيراعظم د مقبوضه كشمير منتازعه حېثيت بدلولو لپاره د هند د اړخه د 5 اګست غېر قانوني يو اړخيزه اقدامات رامخې ته كړل۔ده په دې خبره زور راوړو چې دا اقدامات د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او نړيوالو قوانين خلاف ورزي ده۔د بشري حقونو خراب صورتحال په ډاګه كولو سره وزيراعظم په كشمير كښې د 45 ورځو راهسې روانې كرفيو ختمولو او د بشري خواخوږۍ تنظيمونو ته د رسنې وركولو او د كشميري اولس د حقونو او آزادۍ په احترام زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې د نړيوالو بشري حقونو لوظ نامو ترمخه خپلې ذمه وارۍ پوره كړي۔د سويډن وزيراعظم د بشري حقونو په صورتحال د تشويش څرګندونې سره د تاؤ تريخوالي په صورتحال كښې كمې او د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل كولو اهميت رامخې ته كړو۔دواړه لارښود پھ سيمه كښې امن او استحكام له په ګډه كار كولو او رابطو ساتلو ته سلا شول
نړيواله ورورولي دې په هند زور راوړي چې د بشري حقونو لوظ نامو ترمخه خپلې ذمه وارۍ تر سره كړي
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ