لاهور۔24مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هدايت كړے دے چې د ريكوډك منصوبې په اړه دې په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت وكړے شي٬ په دې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ په بلوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي ٬ ب??خوا وزيراعظم په رېکوډک روډ ورېل کنکټیویټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ غوښتلے دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د رېکوډك منصوبې حوالې سره مهمه غونډه په لاهور كښې وشوه۔ په غونډه كښې د بیرک ګولډ ک??پن?? پلاوي د چیف اېګزېکټو آفیسر مارک برسټوو مشرۍ كښې د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په ریکوډک منصوبې د كار كوؤنكو او ریکوډک څخه تر بندر ځايې د لاجسټکس او آمدورفت حوالې سره امنيت باوري كولې شي?? ده ??وئيل د منصوبې حوالې سره به په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت كولې شي او چرته هم چې كومې ستونزې وي هغه به لرې كولې شي?? وزيراعظم ووئيل په بلوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي?? وزيراعظم هدايت وكړو چې ریکوډک منصوبه د سړك د لارې ګودار سره لنك كولو له دې د موجودہ روډ نېټ ورک اپ ګرېډېشن كار زر تر زره وكړې شي?? ده ??وئيل نوي رېلوے لائن څخه به زيات معدنيات لرونكې ضلع استفاده ??كړي او د كان كنۍ صنعت ته به وده ترلاسه شي?? غونډې ته ووئيلې شوو چې د ریکوډک منصوبے فزیبیلټی به د روان كال تر دسمبر مياشتې ترسره كړې شي?? غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې ریکوډک څخه به هره مياشت 6 زره كنټېنرې بندر ځايې ته ځي۔ وزيراعظم په رېكوډك روډ اېنډ رېل کنېکټوټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ وغوښتلو۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزیب ، د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزیب او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د ريكوډك منصوبې په اړه دې په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت وكړے شي٬ په دې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Extremely hot 5 supreme official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق