اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د نوي تشكيل كړې شوي نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر (اېن ای او سی) ستائنه ك??لو سره هيله څرګنده كړې چې نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) به د موسمياتي بدلون اغيزو په ضد پاكستان لپاره ’’حفاظتی ديوال ‘‘ ثابت شي، د موسمياتي بدلونونو له امله پاكستان رېډ زون او د 10 زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو په فهرست ك??ې شامل دے٬ مونږ له به سخته خواري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده وفاقي وزيرانو او سېكترانو سره د اېن اي او سي د دورې په مهال وكړه۔ تېر كال د اكتوبر مياشت ك??ې د نوې تشكيل كړې شوې اېن اي او سي د پرانستې څخه وروستو دا د وزيراعظم اولنۍ دوره وه۔ ده د اېن ډي اېم اے د چيئرمېن لېفټېننټ جنرل حيدر ملك ستائنه ك??لو سره وزيراعظم ووئيل ده د آفس ټاور تعمير ك??لو په ځايې د اتھارټي د كار په استعداد كښې اضافې د او بشري وسائلو پرمختګ ته زيات پام وګرځولو۔ ده د كال 2022 سېلاب څخه وروستو د خپلو تېرو غونډو حواله ورك??لو سره ووئيل ما اېن ډي اېم اے ته وړاندېز وركړے وو چې هغه ادارې لپاره عصري ټېكنالوجي برابر??لو سره د دې د كار استعداد زيات??لو ته پام وګرځوي۔ ده ووئيل نن چې هغه دغه خوب څنګه ريښتيا كړې دې د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې تا د دنګ ټاور په ځايې په دې ډيجيټل هب كښې سرمايه كاري وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2022 سېلاب هېواد ته د 30اربه ډالرو زيان رسولې دې۔ وفاقي حكومت د ځپلې آبادۍ په بحال??لو 100 اربه روبۍ مصرف كړي دي۔ ده ووئيل د دغه وخت د موسمياتي بدلون وفاقي وز??رې شيري رحمان ٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د نورو صوبائي او وفاقي وزيرانو د هڅو په نتيجه كښې هېواد د لكھونو خلقو په بحال??لو كښې كامياب شو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت آئي ټي ته وده ورك??لو له 80 اربه روپۍ بېلې كړې دي او هواوے سره د كال درې لكھه پاكستاني ځوانانو ته د تربيې ورك??لو لوظنامه لاس ليك ش??ې ده۔ په دې موقعه لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک وزیراعظم د نېشنل کامن آپرېټنګ پکچر (اېن سی او پی) جوړ??لو ، ډیجیټل رسک اسسمنټ مضبوط جوړ??لو ، د وخت نه وړاندې وارننګ سسټم او پاكستان لپاره د تيارۍ تګلارې په اړه خبر كړې شو۔ په بريفنګ كښې هغه نه يوازې په قامي بلكې په سيمه ايزه كچه هم د 6 څخه تر 10 مياشتې وړاندې د اېن اي او سي د موسم د پېشنګويۍ ك??لو په صلاحيت رڼا واچوله۔ په دې موقعه وزيراعظم سره خارجه اسحاق ډار، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ، د صنعت وزير رانا تنویر حسین، د پټروليم وزیر ډاكټر مصدق ملک، د وزیراعظم سلاحكار رانا ثناء اللہ، د وزیراعظم کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم او ډاکټر مختار احمد موجود وو۔ د صوبو ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جموں وكشمير چيف سېكترانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔
د وزيراعظم د اين اي او سي دوره ٬ اين ډي ايم اے به د موسمياتي بدلون اغيزو په ضد پاكستان لپاره ’’حفاظتی ديوال ‘‘ ثابت شي٬ شهباز شريف
उच्च और निम्न कार्ड मनोरंजन विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال