اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د پاکستان او ترکمانستان د دوه اړخيزه سياسي مشاورت درېم پړاؤ د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې وشو، د پاکستان لخوا نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار مشري وكړه ا?? د ??ركمانستان لخوا د پلاوي مشري د كابينې نائب چيئرمېن او خارجه وزير راشد ميريدوف وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو ډلو د پاكستان او ترکمانستان د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست چې پكښې دوه اړخيزه تجارت او سرمايه کاري، د توان په اړه مرسته، روابط ا?? د ??ولس اولس سره رابطې شاملې دي٬ دوي د اړيكو د مثبت رفتار ذكر كولو سره د قيادت په كچه د اعلٰې كچ خبرو اترو او تبادلو لا زياتولو ته سلاح شول۔ ډلو ووئيل د دوه اړخيزه خبرو اترو طريقه كار به هم قوي كوٶ٬ دواړو ډلو سياسي، اقتصادي ا?? د ??فاعي څانګو پشمول دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو او زياتولو لپاره مشتركه هلې ځلې تندولو ته هم اتفاق وكړو ٬ دغسې د تجارت او سرمايه کاري، توان، رابطو ا?? د ??نفارميشن ټيکنالوجي په ترجيحي څانګو كښې نزدې اقتصادي روابط زياتولو ته هم سلاح يوه شوه۔ دواړو ډل?? د ??اپي ??ائ?? لائن او تاپ TAP بجلۍ ټرانسميشن لائن په منصوبو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د پاکستان د حقيقي صلاحيت له مخې دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكې لا زياتولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په دې لړ كښې ټر??نز?? ټريډ اېګريمنټ ته زر تر زره حتمي شكل وركولو او كاروباري كسانو ته سهولت لپاره د ويزه نظام آزاد كولو په ضرورت زور رواړو ٬ د بيان له مخې ډلو دوه اړخيزه پارلماني روابطو ته ودې وركولو او كلتوري تبادلو ا?? د ??عليمي وظيفو پشمول د سفارت کارو تربيې ا?? د ??ولس اولس سره رابطې زياتولو ته هم اتفاق وكړو٬ دواړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو او اقتصادي مرستې تنظيم پشمول په ګڼ اړخيزه ترتيبات كښې دوه اړخيزه مرسته او خبرې اترې لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كوي٬ په دې مه??ل د افغانستان او د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو او كشمير صورتحال پشمول د شريكو اندېښنو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
د پاکستان او ترکمانستان د دوه اړخيزه سياسي مشاورت درېم دور، د پاکستان لخوا نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار مشري وكړه
टीपी कार्ड गेम विश्वसनीयता मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش