اسلاآباد ۔12 نومبر (اے پي پي)د لوك ورثه تر سېوري لاندې شكر پړيا اس??ام آباد كښې په روانه كلنه لوك مې??ه كښې كه يو خوا د هېواد د ټولو برخو د كلتور غوره عكاسي كېږي او د لا??و جوړو څيزونو ٬ جامو ٬ پېزار٬ شالونو ٬ څادرونو ٬ ټوپو٬ بنګړو ٬ ګجرو يا په نور د لرګو جوړو څيزونو كښې وګړي خوښي لري نو ورسره د هر څه نه زياته ګڼه او خوښي د لوك موسيقۍ خواته ليدلې كېږي ۔ د هېواد بېلو برخو نه راغلي هنرمندان او سندر غاړي د خپل فن او غږ په جادو د خلقو نه ډاډ اخلي او د لوك مېلې خوندونه لا يو په دوه كوي٬ دغسې كه د بلوچستان په پوېلين كښې دومبوره غږيږي او د ستار غږ راخيژي نو د پښنونخوا په پوېلين كښې د رباب ٬ طبلې او د اتڼ مست ځوانان هم تر نظره كېږي٬ دغسې د سنده ډولك يكتارو ٬ تمبوره او د چپړي غږونه د سنده پوېلين نه اورېدلې كېږي ٬ د پنجاب پوېلين نه د شپېلۍ ٬ چمټې ٬ ډول او قوالۍ سرونه راپورته كېږي٬په مې??ه كښې د يو ګدون كونكې طيب وېنا وه چې د هر څيز خپل خوند دے خو د خوراك څښاك څيزونو سره د موسيقۍ اهنګ دا كلتوري رنګونه لا زړه راښكونكې دي ٬ دغسې يو بل ګډون كونكې و??ئېل په آس??ام آباد كښې د لوك موسيقۍ غږ په زړه او غوږ بل شان خوږ لګي۔
اسلام آباد ٬ د لوك مېلې خوندونه لوك موسيقۍ لا يو په دوه كړل٬ وګړي د خپلې موسيقۍ سره تر جذباتي حد مينه لري
Butterfly Trust Betting Website
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil