اسلام آباد 25 نومبر (??ے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په اوسني ټ?? ټونټي ورلډ كپ كښې د پاكستان كركټ لوبډلې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي د چېلنجز باوجود قامي نړيوال لوبډلې د جام په مهال د ليډر شپ مظاهره كړې او د ورلډ كپ تر اخر په مېدان كښې موجود پاتې شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان كركټ لوبډلې پ?? اعزاز كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه، د پي سي بي چيئرمېن رميز راجه، د پاکستان ليجنډ کرکټرز او غېر ملکي شخصيات ګډون كولو۔ صدر مملكت خپلې وېنا كښې ووئيل د خنډانو او ستونزو باوجود زم??نږ د كركټ لوبډلې د ھغه نړيوالو لوبډلو په ضد د ښې كاركردګۍ مظاهره كړې كومې چې د كركټ د اربونو ډالرو معيشت ګڼلے كېږي۔ ده ووئيل لوبغاړو چې پ?? كوم ډول د ماتي باوجود د يو بل ډاډګيرنه كړې ھغه د ستائنې وړ ده ٬ د ډلې زياتره لوبغاړي زلمي دي چې پ?? راتلونكو ټورنامنټس كښې به يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړي۔ صدر ووئيل ټول قام پخپلو لوبغاړو وياړ لري٬ دلته كركټ ډېر مقبول دے او د لوبغاړو ښه كاركردګي د پاكستانو د ژوند رنګونه بدلوي۔
د چېلنجز باوجود قامي لوبډلې د كركټ ورلډ كپ په مهال د ليډر شپ مظاهره كړې او د ورلډ كپ تر اخر په مېدان كښې پاتې شوي ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي دستورې ته وېنا
Ding Dong Christmas Bells APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب