اسلام آباد۔22 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے چې د اسلام آباد كلي والو سيمو وګړو ته دې غوره آسانۍ وركړې شي٬ په اسلام آباد كښې په روانو پ??مختيائي منصوبو دې 24 ساعته كار او د هرې منصوبې تھرډ پارټي وېلیډېشن باوري كړے شي ، په اسلام آباد كښې د سالډ وېسټ مېنېجمنټ كوټلي نظام معارفي كولو په اړه دې سي ډي اے خپل رپورټ وړاند?? كړي ، په اسلام آباد كښې د پاركنګ مسئله بايد زر تر زره حل كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د روانو پ??مختيائي پروژو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښی وزيراعظم د اسلام آباد كلي والو سيمو پ??مختګ او انفراسټركچر سره اړوند تفصيلات وغوښتل۔ وزیراعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د سي ډي اے منصوبې په تندۍ سره د بشپړولو هدايت كښې ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو لپاره دې روانې منصوبې د نړيوال معيار له مخې ترسره كړې شي۔ دوي ته دې پاكستان كښی سرمايه كارۍ لپاره هر ډول آسانۍ وركړې شي۔ دغسې وزیراعظم په اسلام آباد كښې په پرمختيائي منصوبو د كار رفتار تندولو او اولسي منصوبې په ترجيحي بنيادونو بشپړولو له يوه جائزه كمېټي هم جوړه كړه۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د اسلام آباد د كلي والو سيمو پ??مختګ له سي ډي اے د 10 اربه روپو رقم بېل كړے۔ دغسې وزيراعظم د بهاره كهو بائي پاس زر تر زره بشپړولو هدايت هم وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول د سيونتھ ايونيو انټر چېنج او مارګله ايونيو منصوبې بشپړې شوي٬ د آئي جی پی روډ پراختيا منصوبه به د مارچ تر 23 مې نېټې بشپړه كړې شي۔ دغسې د الېونتھ ایونیو او اسلام آباد اېکسپرېس وے فېز ون به د روان كال تر جون مياشتې او د بليو اېريا پاركنګ پلازه او د اېكسپرېس وے فېز ټو به د روان كال تر پايې ترسره كړے شي۔ غونډې ته ووئيل شول د سي ډي اے لخوا د نړيوال معيار يو نېشنل بس ټرمينل او 3 سېتلائټ ټرمينل به جوړولې شي په كومو كښې به چې نجي څانګې سرمايه كاري كولې شي۔ دې سره سره په 90 ورځو كښې به د بسونو 13 فیډر روټس پېل كړے شي۔ د اسلام آباد پبلك ټرانسپورټ سسټم د لارې هره ورځ نزدې دوه لكه وګړي د معياري سفر آسانيو څخه استفاده كوي۔ دغسې وزيراعظم په اسلام آباد كښی د پاركنګ مسئلو حل لپاره د سي ډي اے اقدامات څخه هم خبر كړے شو۔ دې سره سره سی ډی اے په اېف اېټ، اېف ټېن، جی نائن، آئی اېټ او بلیو ایریا كښې پاركنګ پلازې جوړوي۔ د سي ډي اے چيئرمېن د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د استوګنې په منصوبو هم بشپړ بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې دا منصوبې دې د نړيوال معيار له مخې بشپړ?? كړې شي۔ ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده٬ د منصوبو په ل??ره كښې به هېڅ قسم خنډ يا ځنډ ونه زغملے شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار ٬ رانا ثناﺀ الله ٬ د وزيراعظم سلاكار احد چيمه ٬ خاص مرستيال طارق باجوه ٬ پخواني وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ٬ د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو حنيف عباسي ٬ انجم عقيل او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو
د اسلام آباد كلي والو سيمو له دې غوره آسانۍ وركړې شي٬ په روانو پرمختيائي منصوبو دې 24 ساعته كار باوري كړے شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Captain's Treasure APP game official website
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی