پارليمان چې كوم بل وړاندې كړے هغه د ازخود نوټس د اختيار نه د طريقه كار په حقله دے٬ خاص مرستيال ملك احمد خان ٬ عطا تارړ
Aviation online entertainment website
APP26-020523
ISLAMABAD: May 02 - Special Assistant to Prime Minister Attaullah Tarar and Malik Muhammad Ahmed Khan addressing a press conference. APP/MAF/TZD/ZID
اسلام آباد۔2 مئی(اے پی پی) خاص مرستيال ملك احمد خان او عطا تارړ وئيلي دي پارليمان په آئين كښې كوم بدلون نه دے كړے بلكې د پروسيجر خبره يۍ كړې ده٬ زمونږ غوښتنه ده چې د 7 تر ټولو سينئر ججانو بنچ دې جوړ كړے شي كوم چې د مهمو آئيني او قانوني چارو اورېدنه وك??ي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وك??ه۔ خاص مرستيال ملك احمد خان ووئيل دا مهال دوه مهمې مسئلې رامخې ته دي۔ د آرټیکل 209 لاندې رولز آف کنډېکټ كوم چې سپريم كورټ كښې جوړ شوے هغه د دې تقاضا لري چې د كوم ملګري يا عزيز د مقدمې سماعت به نه كېږي ٬ جوډیشل پروپراټری وائي چې په كوم كېس كښې انټرسټ وي د هغې كېس اورېدنه نه شي كېدې۔ د لاهور هائیکورټ جج لخوا د پروېز الهي مقدمې اورېدل د دې دواړو كوډ آف كنډېكټ خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د شوكت خانم لپاره جمع كړې چنده 100 فيصده په دې منصوبه مصرف شوې يا سياسي هلو ځلو لپاره كارولې شوې د دې هم تر دې دمه كومې پلټنې نه دي شوي ۔ ده ووئيل يو اړخ ته د اغستې شوي جائيداد مني ټرېل غوښتلے شي او بلخوا په ډالو كښې د خوردبرد ه??څ نه كېږي۔ ده ووئيل پارليمان په آئين كښې بدلون نه دے كړے بلكې د پروسېجر خبره يۍ كړې ۔ پارليمان چې كوم بل وړاندې كړے هغه د ازخود نوټس د اختيار نه د طريقه كار په حقله دے۔ ده ووئيل كه عمران خان به عدليه بريد وك??ي نو معاف ٬ په پوليس بريد وك??ي نو معاف ٬ په عدت كښې نكاح وك??ي نو معاف ٬ د لور په اړه ريښتيا خبره ونكړي نو معاف ٬ داسې ولې كېږي؟ د وزیراعظم خاص مرستيال عطا تارړ ووئيل د سپریم کورټ پرېکټس اېنډ پروسیجر اېکټ په اړه سماعت روان دے ، داسې قانون چې رائج شوے هم نه ؤ د هغې د اطلاق مخه ونيولې شوه٬ ده ووئېل د پارليمان كار قانون سازي كول دي٬ كله چې قانون لا جوړ شوے هم نه وي اطلاق يۍ څنګه ايسارېدلے شي۔ ده ووئيل د پاكستان بار كونسل په شمول 6 بار كونسلز د يو جج به بنچ كښې په شموليت اعتراضونه كړي ٬ په دې عدالت په تحريري توګه د اعتراضونو جمع كولو هدايات جاري كړي۔ ده ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې په 7 سينئرترين ججانو مشتمل بنچ دې جوړ كړے شي كوم چې د مهمو آئيني او قانوني چارو اورېدنه وك??ي۔ ده ووئيل انصاف عملي كېدونكے بايد تر نظره شي۔ ده ووئيل په لاهور كښې يوه عجيبه پېښه رامخې ته شوې٬ د پروېز الهي د ضمانت درخواست هغه جج ته وړاندې كړے شو د چا ورور چې پارټي ټكټ هولډر او په تېر وخت كښې وكيل پاتې شوے او دا يو لوي زياتے دے