اسلام آباد21مارچ(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي حكومت پوليس افسرانو ته د تربيت وركولو لپاره د ټولو آسانيو وركولو له عزم لري۔وزيراعظم شهباز شريف د اے اېس پيز ټېكنيكل او فزيكل ټريننګ لپاره 10 ايكړه زمكه بېله كړې ۔سي ډي اے ته هدايت شوے چې هغه په دې پروژه پرمختيائي كار زر تر زره بشپړ كړي دغسې چې دا آپرېشنل كړے شي۔ده د نهې په ورځ د نېشنل پوليس اكېډېمۍ دورې په موقع د خيالاتو څرګندونه كوله۔نېشنل پوليس اكېډېمۍ اسلام آباد ته په رسېدو د نېشنل پوليس اكېډېمۍ كمانډنټ اے ډي خواجه د كورنيو چارو وزير هركلے وكړو۔په دې موقع د اسلام آباد آئي جي اكبر ناصر خان هم موجود وؤ ۔د نېشنل پوليس اكېډېمۍ كمانډنټ د اكېډېمۍ په اړه د كورنيو چارو وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په دې موقع په اكېډمۍ كښې د نوې اسپورټس كمپليكس پرانسته هم وكړه۔د كورنيو چارو وزير په اكېډېمۍ كښې د ټېكنيكل او فزيكل ټريننګ ايريا د بنياد تيګه هم كېښوده۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل نېشنل پوليس اكېډېمي د پوليس افسرانو اعلٰی تربيت اداره ده۔دې په پاكستان كښې د پوليس فورس ته قيادت وركولو كښې د ستائنې وړ كردار ادا كړے٬د دې اكېډېمۍ په زده كوونكو كښې هغه بهادر افسران شامل دي چا چې د فرض ادائيګۍ او هېواد او قام حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ځنډولې شوې پروژې په بشپړېدو د نېشنل پوليس اكېډېمۍ كمانډنټ او د هغه د ټولې ډلې هڅې وستائېلې۔
حكومت به د پوليس افسرانو تربيت لپاره ټولې آسانۍ وركوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی