اېبټ آباد 02 جنوري (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي وئېلي دي چې د سيمې اولس سره كوم لوظونه شوي هغه به پوره كولې شي۔د تحريك انصاف نااهل حكومت د هېواد معيشت تباه كړې۔په سيمه كښې به د سوئي ګيس په پروژو ډېر زر كار پېل كړې شي٬د اولس مسئلې حل كول زمونږ مشن دې۔كله چې موقع ترلاسه شوې د خپلې سيمې د اولس خذمت مې كړې او د دې جزبې له مخې كار كوم۔د ګل په ورځ په اېبټ آباد كښې په استوګنه په اونيزې رخصتۍ ورځ د حلقې مشرانو سره خبرو اترو كښې ده ووئيل چې د حكومت وړومبې ترجيح ده چې اولس خذمت وكړی شي او هغوي ته آسانۍ وركړې شي٬مونږ د تېرو 8 مياشتو په مهال عمران خان اينډ كمپني ګند پاك كولو هڅې كړي او اوس يو حل بيا د پرمختګ منازل پلو روان يو۔ده ووئيل چې راتلونكې حكومت به د پاكستان مسلم ليګ(ن)وي٬اولس دروغ وئيونكې نيازي رد كړې
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری