اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د پاكستان او اتاليا ترمينځه د ماحولياتي بدلون٬ تجارت او سرمايه كارۍ٬ ورثه٬ كلتور٬ كركيلې٬ اعلٰی تعليم٬ تكنيكي مرستې او حواله جات څانګو كښې د ټېكنالوجۍ د منتقلۍ په لړ كښې ” روډ ميب فار كوآپرېشن”لاس ليك كړے شو۔ د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان او د اټلي د خارجه چارو او نړيوالې مرستې نائب وزيرې ماريه تريپودي د اټاليا خارجه وزارت كښې د”پاكستان_اټلي شريك اقتصادي كمېشن”(JEC) 5مې غونډې شريكه مشري وكړه۔ د نهې په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې په غونډه كښې ډپلوميټك پاسپورټ لپاره د ويزو ختمولو لوظ نامې ته د حتمي شكل وركولو هركلي كولو سره دواړو ډلو د مائيګرېشن اينډ ليبر موبیلټی’ فريم ورك عملي كولو له تندۍ سره د ګامونو په پورته كولو موافقت وكړو۔ په غونډه كښې د پاكستان او اټلي سوداګرو په بشپړه توګه ګډون وكړو۔د دستورې په پايه كښې يو مهم “روډ ميپ فار كوآپرېشن” لاس ليك كړې شو۔ په دې موقع شيري رحمان ووئيل په اسلام آباد كښې د اټلي تجارتي ايجنسۍ دفتر جوړېدو سره به دوه اړخيزه تجارت ته وده ترلاسه شي٬مونږ اټلي سره په ګډه د ماحولياتي بدلون مخ نيوي او د اوبو انتظام ښه والي لپاره يو شريك فريم ورك جوړوو۔ دې ووئيل چې د پاكستان او اټلي ترمينځه تجارتي شراكتداري د وړاندې نه لا قوي ده٬په كال 2022 كښې زمونږ دوه اړخيزه تجارت تر 2 بلين ډالر رسېدلې وو او پاكستاني برآمدات د بلين ډالر څخه زيات شوي۔شيري رحمان ووئيل چې د راتلونكې جے اي سي غونډې كوربتوب په اسلام آباد كښې په شريكه توګه په مناسب وخت كولې شي كوم ته چې مونږ سترګې په لاره يؤ
د پاكستان او اتاليا ترمينځه “روډ ميپ فار كوآپرېشن” لاس ليك كړے شو
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج