اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان او سري لنكا د سارك مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولې شي۔ده دا خبر د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د پاكستان او سري لنكا فرينډ شپ ټرېډ اينډ انويسټمنټ اېسوسي اېشن صدر افتخار عزيز سره د ملاقات په مهال خپرو كښې كړي چا له چې د اولس مشر د اړخه تمغه خذمت اعزاز وركړی شوې۔د اېسوسي اېشن دوهم صدر او عمومي سېكتر هم د افتخار عزيز سره ملګري وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف د سري لنكا خپل هم څنګ سره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د ش??ي ملاقات ذكر كولو كښې ووئيل پاكستان او سري لنكا د سارك مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار كولې شي۔ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه د خپلواكه تجارت لوظ نامې بشپړ استعداد څخه استفاده وكړي۔ده ووئيل حكومت سرمايه كارو له كوټلي آسانۍ او د ګټې د تحفظ باور وركوي۔وزيراعظم د پاكستان د نابيناو كس??نو لپاره د سترګو قرنيه په عطيه كولو د افتخار عزيز خذمات وستائل۔افتخار عزيز وزيراعظم محمد نواز شريف او د پنجاب اعلٰی وزير له د قرنيه لس ٬ لس او د خېبرپښتونخوا ګورنر له 5 عطيات ورګړل۔افتخار عزيز باور وركړو چې رارو??نو دوه اونيو كښې به نورې قرنيې هم وركولې شي۔وزيراعظم افتخار عزيز له د اولس مشر د اړخه د تمغه خذمت ايوارډ به ترلاسه كېدو مباركي كښې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا٬تجارت او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د هغه د ښه خذماتو اعتراف كول دي
پاكستان او سري لنكا د سارك مقاصدو لپاره په ګډه كار كولې شي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل