اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي د مسجد نبويۖ تقدس پامال كول شرمناك فعل دے٬ دا ډول پېښو سره په نړيواله كچه د هېواد تشخص ته زيان رسېدلے۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل دا هر څه د منصوبې له مخې او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د شېخ رشيد احمد په وېنا شوي ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي مشران او شېخ رشيد احمد په اولسي اجتماعات كښې د خپلو وېناګانو په مهال د خپلو حريفانو په ضد اولسي جذبات ته د هوا وركولو هڅې كوي٬ عمران خان او د ھغه ګوند په هېواد كښې اړے ګړے راجوړوي ٬ ده ووئيل وزارت به د سعودي حكومت ته په دې لړ كښې د مناسب كاروائۍ درخواست كوي۔ د نېب پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د نېب په قوانين كښې بدلون كولو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں