اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خ??رو??و وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د صنعت او پیداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي چې پاكستان مضبوط صنعتي بنياد ته اړتيا لري٬د م??بوط انډسټريل بيس نه غېر مونږ معاشي ستونزو څخه بهر كېدې نه شو٬مونږ له به د امپورټ اكانومي څخه بهر وتل وي٬وفاقي كابينې او پنجاب حكومت په اولني ځل د وړوكې او مينځني درجې كاروباري ادارو٬اېس اېم ايز لپاره د پالېسۍ منظوري وركړې٬ په دې څانګه كښ?? لس لكه څخه زياتې ادارې كار كوي او په لارج سكېل مېنو فېكچرنګ كښ?? 4 زره مېنو فېكچرنګ يونټس كار كوي٬ 78 فيصد نوكرۍ په اېس اېم اي سېكټر كښ?? دي٬اېس اېم ايز په دريو درجو كښ?? تقسيم كړې شوې٬نوې كاروبار پېل كونكي به اېن او سي آسانۍ سره ترلاسه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښ?? وكړه۔د اطلاعات او خ??رو??و وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل مو??ږ د هېواد په معيشت كښ?? زيات بدلون راوستلې دې٬زمونږ ټولې اكانومۍ په درآمدات اډانه لرله٬د دبئي او سنګاپور په ډول مونږ په درآمداتو ګزاره كولې نه شو٬پاكستان يو مضبوط صنعتي بنياد ته اړتيا لري۔ده ووئيل زمونږ هېواد د 22 كروړه اولس دې٬كه مونږ په هېواد كښ?? مضبوط انډسټريل بيس رامخې ته نه كړو نو له معاشي مسئلو څخه وتلې نه شو۔هغه ووئ??ل د تجارت وزارت پالېسي جوړه كړې چې ورسره اېس اېم اي سېكټر ته آسانۍ وركړې شوې دي۔په دې موقع د صنعت او پیداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې وفاقي كابينې او پنجاب حكومت په وړومبي ځل د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو څانګې(اېس اېم اي)لپاره پالېسي منظور كړې په دې څانګه كښ?? لس لكه څخه زياتې ادارې كار كوي او په لارج سكېل مېنو فېكچرنګ كښ?? 4 زره مېنو فېكچرنګ يونټس كار كوي٬ 78 فيصد نوكرۍ په اېس اېم اي سېكټر كښ?? دي٬اېس اېم ايز په دريو درجو كښ?? تقسيم كړې شوې٬نوې كاروبار پېل كونكي اېن او سي ته اړتيا نه لري ٬اېس اېم اي به كاروبار كونكو ته خاص مراعات وركوي٬د اېس اېم ايز په څانګه كښ?? كاروبار كونكو مېرمنو ته په ټېكس كښ?? 25 فيصد خاص رعايت وركولې شي٬ د دې څانګې تر ماليات رسنې لپاره 23 ارب روپۍ بېلې كړی شوي٬ د هېواد په بېلو ښارونو كښ?? د اېس اېم ايز لپاره 4200 ايكړ زمكه بېله كړی شوې چرته به چې 19 زره 500 پلاټونه په آسان قسطونه وركولې شي٬ اېس اېم ايز ته د اېن او سيز اوږدې تګلاې څخه خلاصې وركړې شوې۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل وفاقي حكومت په وړومبي ځل د اېس اېم اي پالېسي منظور كړه٬ د دې پالېسۍ له مخې به پېداواري كاروبارونو ته په ټېكسونو كښ?? د 57 نه تر 83 فيصد خصوصي رعايت وركولې شي دغسې چې نه يوازې پیداواري لګښت كم وي بلكې د ګټې مارجن هم زيات شي۔په پاكستان كښ?? نزدې 50 لكه 20 زره معاشي يونټس موجود دي چې پكښې 99 فيصد يونټس د سمال اينډ مېډيم(وړوكې او مينځنۍ)درجې په كاروبارونو مشتمل دې٬ د اولس په معاشي ٬ سماجي٬ خوشحالۍ او د هېواد په مجموعي پرمختګ كښ?? د دې كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل چې دا كاروبار نه يوازې د روزګار وركولو بنيادي ذريعه ده بلكې د جي ډي پي 40 فيصد برخه او د برآمدات 25 فيصد برخه د دې كاروبار څخه راځي٬په وړوكې او لويې معاشي هلو ځلو كښ?? د خاص اهميت لرلو باوجود په تېر وخت كښ?? د دې كاروبارونو خېرښېګړې لپاره په حكومتي كچه د ذكر وړ هڅې په نظر نه راځي۔ده ووئيل چې موجوده حكومت ياد كړې شويو كاروبارونو ته هر ډول مراعات وركولو سره د دې د خپلواكه جوړولو هڅې كوي۔نېشنل اېس اېم اي پالېسي 2021 د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔د دې پالېسۍ مركزي مقصد د وړوكې او مينځنۍ طبقې كاروبار كونكو لپاره آسانۍ پېدا كول دي۔وفاقي وزير ووئ??ل د كاروبار پیل كولو ډاډګيرنه كولو لپاره اېس اېم ايز له په صنعتي زونونو كښ?? 4200 ايكړ زمكه خاص كولې شي كومه به چې په مسابقتي بنيادونو وېشلې شي۔ ده ووئ??ل د تېر وخت په مقابله كښ?? اېس اېم اي پالېسي 2021 آسان فنانس سكيم معارفي كوي چې د لارې به يې اېس اېم ايز ته تر د يو كروړ روپو قرضه د ضمانت نه غېر وركولې شي۔ ده ووئيل چې د كاروباري كسانو لپاره دا پالېسي ډېره خوشبينه ده٬د اېس اېم ايز وده به نه يوازې د بې روزګارۍ خاتمه كښ?? مهم سنګ ميل ثابت شي بلكې دې سره به د قام او هېواد م??اشي خوشحالي هم باوري شي
پاكستان مضبوط صنعتي بنياد ته اړتيا لري٬مونږ له به امپورټ اكانومي څخه بهر وتل وي٬اېس اېم ايز ته وده وركول به د قام او هېواد معاشي خوشحالي باوري كړي۔د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او مخدوم خسرو بختيار خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا