پېنډۍ ۔12ستمبر(اے پی پی) د كنټونمنټ بورډ ټاكنو كښې د پولنګ عمل د ماښام تر 5 بجو د كوم ځنډ نه غېر روان پاتے شو۔ په دې موقعه د امنيت سخت انتظامات شوې وو۔ د تفصيلات له مخې ګرد هېواد كښې په 42 کنټونمنټ بورډ كښې 219 وارډز جوړ كړې شوي دي۔ په كنټونمنټ بورډ بلدياتي ټاكنو كښې دا مهال د يو زر 550 كانديدانو ترمينځه مقابله روانه ده۔ تر ټولو زيات شمېر 180 كانديدان د پي ټي آئي دي٬ 143 كانديدانو سره مسلم ليګ (نون) په دوهم او 112 كانديدانو سره پيپلز ګوند په درېم نمبر دے۔د الېكشن كمېشن وياند له مخې د پولنګ په مهال د امن وضعه په ځائې ساتل باوري كولو له په پولنګ سټېشنز پوليس تعينات كړې شوي او د پولنګ سټېشنونو نه بهر رېنجرز او اېف سي اهلكار هم موجود وو۔ پريذائيډنګ افسران به د ووټونو شمېرې نه وروسته د نتيجو اعلان په پولنګ سټېشن كوي او ریټرنګ آفسران صاحبان به د وارډ نتيجې بشپړ كېدو نه وروستو غېر حتمي نتيجه اعلان كوي۔ ټولو پولنګ ايجنټانو ته هدايت شوے چې هغوي د نتيجې كاپي د پریذائیډنګ آفسر نه ترلاسه كړي۔ دغسې ټول الېكشن ايجنټ يا كانديد دې د غېر حتمي نتيجې كاپي د اړوند ريټرنګ آفسر نه ترلاسه كړي۔
ګرد هېواد كښی د كنټومنټ بورډ ټاكنو كښې د پولنګ عمل روان پاتے شو
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا