اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغې مرګ د هېواد لپاره يو لوئے زيان ګرځولې دے ۔ ده ووئيل عاصمه جهانګير په هر پړاؤ د آئين او پارلمان دفاع كړې۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښ?? د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سید نوید قمر ووئيل عاصمه جهانګير يو داسې شخصيت ؤ د كومې لپاره چې بايد د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شي۔ په دې د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف ووئيل د 1960ء په لسيزه كښ?? د هغې پلار د قامي اسمبلۍ غړې ?? چا چې جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ۔ ده ووئېل عاصمھ جھانګیر هم د خپل پلار هڅې جاري ساتلې وې۔ ده ووئيل جنرال پروېز مشرف چې كله په نومبر 1999ء كښ?? مونږ زندان ته واچولو نو تر ټولو اول غږ عاصمه جهانګير پورته كړے ؤ ۔ ده ووئېل هغې ټول عمري د مظلومو طبقو لپاره غږ پورته كړې ؤ ۔ هغه يوه عظيمه مېرمن وه۔ د پی ټی آئی غړي ډاکټر عارف علوی، شېخ صلاح الدین او نورو غړو هم عاصمھ جھانګیر، قاضی واجد او نورو ارواښادو ??ه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې
د خارجه وزير خواجه محمد آصف لخوا عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوئنې ٬ د هغې مرګ د هېواد زيان دے۔
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری