اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د هنرمندانو ويلفيئر فنډ ترمخه 40 مستحقو هنرمندو له د 8.3 ملينه روپو وركولو منظوري وركړې ده ۔د هنرمندانو د ويلفيئر فنډ درې مياشتيزه غونډه د اولس مشر ممنون حسېن په مشرۍ كښې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې وشوه چې پكښې د سټيرنګ كمېټۍ ټولو غړو ګډون وكړو۔اولس مشر پھ دې موقع ووئيل هنرمندان د ټولنې قيمتي سرمايه ده٬د دوي حاجتونه تر سره كول د ټولنې ذمه واري ده۔ده ووئيل هنرمندان ٬شاعران او ليكوال زمونږ د كلتور سفيران دي او دوي كلتور رامخې ته كولو له كردار ترسره كوي٬د دې فنډ مقصد هم دغه دے۔ده ووئيل په ټولنه كښې د حاجتمندو مرسته كول سماجي او اخلاقي ذمه واري ده٬په دې موقع نوموړي صنعت كار عارف حبيب د هنرمندانو فنډ لپاره اولس مشر له د 50 لكه روپو چېك هم وركړو۔په غونډه كښې د هنرمندانو ويلفيئر فنډ سټيرنګ كمېټۍ غړو او اعلٰی چارواكو ګډون كولو
اولس مشر ممنون حسېن د هنرمندانو ويلفيئر فنډ ترمخه 40 مستحقو هنرمندو له د 8.3 ملينه روپو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔