اسلام آباد 08 جون(اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئېلي دي چې د تركمانستان پلاوي سره به په خبرو اترو كښې د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته پام كولې شي۔ دا خبره وياندې د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې كړې۔ دې ووئيل چې د تركمانستان د اعلٰی كچې يو پلاوې د وزير مملكت او تركمان ګيس چيئرمېن په مشرۍ كښې په درې ورځنۍ دوره تېره ورځ پاكستان ته رارسېدلې۔ دې ووئيل په خبرو اترو كښې د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې پشمول تركمانستان-افغانستان-پاكستان-هند(تاپي) ګاز پائپ لائن او تركمانستان-افغانستان-پاكستان پاور ټرانسمېشن لائن پروژې ته به خاص پام ګرځولے شي۔ دې هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به په (تاپي) پائپ لائن پروژه عملدرآمد درآمد پلان ته حتمي شكل وركوي۔ دې ووئيل د منصوبې تر پايې رسېدل ارزان ٬ د باور وړ او تلپاتي توان لپاره د پاكستان د عزم عكاسي كوي۔
د تركمانستان پلاوي سره به په خبرو اترو كښې د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته پام ګرځولے شي ۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ