پنډۍ ۔ 22 جون (اے پی پی)پاکستان كښې د جاسوسۍ په تخربي كاروايو كښې د ككړ كېدو په سوب د مرګ سزا اورولي شوي هندي جاسوس کلبھوشن یادیو د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د رحم اپېل كړې۔ ملټري اېپلټ كورټ د كلبھو?? اپېل وړاندې مسترد كړے۔ د آئی اېس پی آر ترمخه کلبھوشن یادیو د خپل رحم اپيل كښې پاكستان كښې د جاسوسی ٬ ترهګرۍ او تخريبي كاروايو كښې د ككړ كېدو اقرار وكړو۔ كلبھوش ددې كاروايو په نتيجه كښې د يو شمېر بې ګناه كسانو په وژنه او د املاك په لوئے زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده په خپلو كاروايو معافي غوښتلو سره د پوځ سرلښكر ته د رحم اپيل كړې۔ده دې نه وړاندې ملټری اېپلټ کورټ ته هم اپيل كړے وو كوم چې مسترد كړې شوې۔ د قانون ترمخه اپيلټ كورټ څخه وروستو كلبھوشن د پوځ سرلښكر ته د خواست كولو حق لري۔ كه د پوځ سرلښكر هم دا اپيل رد كړي نو كلبھوشن اولس مشر ته د اپيل كولو حق لري۔ د هندي جاسوس يو بله وېډيو كومه كښې چې هغه پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او جاسوسۍ كاروايو كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې جاري كړې شوې۔
د هندي جاسوس كلبھوشن يادييو د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د رحم اپېل ۔ ملټري اېپلټ كورټ د كلبھوشن اپېل وړاندې نه رد كړې۔ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : کڑک