فوكس 06 جولائی (اے پی پی) د پاكستان٬افغانستان٬تاجكستان او كرغزستان لارښودو غونډه د 1.2 ارب ډالره پھ مصرف د كاسا 1000 برېښنا پھ منصوبه د پېشرفت جاج واخستلې شو٬څلورو واړو لارښودو د منصوبې زر بشپړېدو له د ټولو ګامونو پورته كولو عزم وكړو ۔ د څلورو هېوادونو دا منصوبه ب?? تر 2018 د مينځنۍ آسيا رياستونو پاكستان او افغانستان ته 1300 مېګاواټ برېښنا وركړي۔وزيراعظم نواز شريف نه ځانله تاجك اولس مشر امام علي رحمانوف افغان اولس مشر اشرف غني او د كرغزستان وزيراعظم سوران بې جين بې كوف د كاسا 1000 څلور اړخيزه غونډه كښې ګډون وكړو۔لارښودو پھ مئي 2016 كښې دا منصوبه پیل كړی وه او د وزيراعظم محمد نواز شريف حكومت دا منصوبه تندولو له ګامونه پورته كړل او په استنبول كښې تاريخي لوظ نامه وكړی شوه۔د څلورو هېوادونو غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم دا منصوبه سيمې له مهمه ګرځولو سره پھ دې عملدرآمد له د حكومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل دې منصوبې سره به سيمه كښې تجارت زيات شي۔سماجي او اقتصادي پرمختګ له به مرست?? ترلاسه شي۔د توان كمبوت لرې كولو او د روزګار موقعو راپیدا كولو او سيمې ايزې همغږۍ ته وده وركولو له به مرست?? ترلاسه شي۔وزيراعظم د كاسا 1000 غونډې پھ كوربتوب او غوره مېلمستيا د تاجكستان د اولس مشر مننه وكړه۔ده ووئيل دا منصوبه به د غړو هېوادونو لپاره اقتصادي ٬سماجي او ماحولياتي ګټې رامخې ته كړي او د توان كمې لرې كولو سره سره به د روزګار موقعې په لاس راشي۔ده ووئيل مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې دا منصوبه به پھ وخت بشپړولې شي۔وزيراعظم ووئيل دې منصوبې سره به كرغزستان او تاجكستان ته محصولات ترلاسه شي او پاكستان او افغانستان ك??ې به د برېښنا بيعه ټېټه شي۔دا خبره دې ښكاره وي چې كاسا 1000 منصوبه د تاجكستان او كرغزستان څخه پاكستان او افغانستان ته د برېښنا وركولو منصوبه ده٬د توان په اړه د خپل نوعيت ځانګړی منصوبې كاسا 1000 پیل تېر كال شوې ؤ ۔كاسا 1000 منصوبه به كال 2018 كښې بشپړه شي او پاكستان ته به ارزانه برېښنا ترلاسه شي۔دې منصوبې سره به د توان په كمي هم قابو موندلو له مرست?? ترلاسه شي۔ده ووئيل منصوبې سره به د روزګار موقعې رامخې ته شي او منطقه كښې به خوشحالي راشي۔وزيراعظم محمد نواز شريف دا مهال د تاجكستان پھ دوره دے۔د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او د تجارت وزير هم هغه سره ملګري دې۔
د 1.2 ارب ډالره پھ مصرف د كاسا 1000 برېښنا پھ منصوبه د پېشرفت جاج واخستې شو
مضمون کا ماخذ : ریل رش