اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) خارجه سېكتر سهېل محمود د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې مېشته د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) مشر سره ملاقات وكړو او د روانې مياشتې په 19 مه نېټه د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي وزارتي كونسل 17 مې غېر معمولي غونډې كاميابۍ لپاره ئې غړو هېوادونو د ملاتړ كولو مننه وكړه۔ خارجه سېكتر ووئيل چې په افغانستان كښې بشري صورتحال سره په اړونه غېر معمولي غونډه كښې خارجه وزيرانو او نور مشرانو استازو ګډون وكړو ٬ دا نه يوازې د او آئي سي افغان اولس لپاره د مضبوط ملاتړ او يووالي څرګندونه ده بلكې په دې مسئله د او آئي سي د لارښودنې كردار عكاسي هم كوي۔ خارجه سېكتر په امرسته كولو د او آئي سي سمټ مشر په حېث د سعودي عربستان او نور غړو مننه وكړه۔ خارجه سېكتر ووئيل په غېر معمولي غونډه كښې په افغانستان كښې د چېلنجز مخننوي له د هیومېنټېرین ټرسټ فنډ جوړول ٬ افغانستان لپاره د او آئي سي خصوصي اېلچي ټاكل ٬ په كابل كښې د او آئي سي مشن بحالي ٬ د افغانستان فوډ سېكورټي پروګرام جوړول او په افغانستان كښی د مالیاتی او بېنکنگ چینلز پرانستلو له “روډ مېپ” وضع كولو د خبرو اترو عمل پېل كولو سره اړوند كوټلي ګامونو د ستائنې وړ دي۔ افغان اولس سره د پاكستان د كلك عزم پخلي كولو سره خارجه سېكتر ووئيل د وزیر اعظم د اعلان كړې شوي 5 اربه روپو مرستې پېكج يوې برخې په توګه د 18 سوه مېټرك ټن غنمو اولنې كھېپ تېره ورځ افغانستان ته ولېږلې شو۔ خارجه سېكتر ووئيل پاكستان د راروان كال مارچ مياشت كښې كېدونكې غونډه كښې د او آئي سي د ټولو خارجه وزيرانو ګډونو كولو ته سترګې په لاره دې۔ خارجه سكېتر په دې خبره زور راوړو چې د او آئي سي مؤسس هېواد كېدو په توګه پاكستان د اسلامي نړۍ ترمينځه د رورولۍ اړيكو او كوټلې مرستې لا مضبوطولو عزم لري
د خارجه سېكتر سهېل محمود د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) مشن مشر سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی