اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيل?? دي د پارټي فنډ كره كتنې په اړه د خواستونو زر تر زر?? پرېكړه كولو له مو الېكشن كمېشن كښې درخواست جمع كړے دے۔ د سكروټني كمېټۍ غونډه لا نه ده ش??ې او نه پيپلز ګوند او نون ليګ د پارټي فنډنګ كره كتنې له راغوښتلې شو?? دي۔ د سټېټ بېنک په آخري سماعت چې كوم ريكارډ وړاندے كړے شو هغې كښې دا ثابت شوي چې د ن لیګ او پیپلز ګوند جمع كړې ش??ې اكاؤنټس جعل?? دي۔ الېكشن كمېشن يوه آئيني اداره ده۔ مونږ د دې احترام كوؤ ولې الېكشن كمېشن له د اېكټ آف پارليمنټ له مخې ټاكنې كول دي۔ الېکشن کمېشن سره د اکاؤنټس د كره كتنې كېس روان دے۔ الېكشن كمېشن د سكروټني كمېټي جوړه كړې او د هغې يو شمېر غونډې شو?? دي۔ هغه ووئيل سپيكر نه دا غوښتنه ده چې هغه دې د اپوزيشن سره شوې لوظنامه ميډيا سره شيئر كړي۔ هغه د شورؤ په ورځ الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره خبرې كولې ۔ دوهم وزير فرخ حبيب ووئيل نواز شریف به د اسامه بن لادن نه پېسې اخستې او مني لانډرنګ به ئې هم كولو۔ د دې كېس پرېكړه زر كېدونكې ده۔ هغه ووئيل د سپريم ??ورټ هم ښكاره هدايات دي چې د ټولو ګوندونو د اكاؤنټس دې كره كتنه وكړې شي۔ فرخ حبيب ووئيل د اپوزيشن بنچونو لخوا اول كنځلې وكړې ش??ې او بيا په مليكه بخاري بريد وكړے شو۔ داسې خلق د مېرمنو د عزت او ناموس خيال نه ساتي۔ هغه ووئيل مريم ??واز شاهد خاقان عباسي ته ايوان كښې د شور كولو وئيلي وو۔ دا كومه نوې رويه نه ده دا دوئي تاريخ دے۔ دوئي په سپريم ??ورټ هم بريد كړے دے۔ هغه ووئيل وزيراعظم په اولنۍ ورځ تقرير كولو ت?? پرېښودلے شوے نه و۔ د يوې ??وښ??نې په ځواب كښې هغه ووئيل ټاكنې سپېځلې كولو له ټېكنالوجي كاروو هغه ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې د الېكټرانك ووټنك نظام كارولے شي
د پارټي فنډ كره كتنې په اړه د خواستونو زر تر زره پرېكړه كولو له مو الېكشن كمېشن كښې درخواست جمع كړے دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر دې اپوزيشن سره شوې لوظنامه ميډيا سره شيئر كري۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی