اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر د سټېټ بانك د خپلواكۍ د آرډيننس په اړه وئيلي دي چې د سټېټ بانك د خپلواكۍ په معامله به د حكومت او د مخالفې ډلې د استازو اټارني جنرل سره په ملاقات كښې تفصيلي خبرې كوم. د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې سپيكر اسد قېصر د احسن اقبال د اعتراض په نكته رولنګ وركولو سره ووئيل چې مني بل يوازې په اسمبلۍ كښې وړاندې كولې شي. آرډيننس جاري كېدے شي. سپيكر ووئيل چې د آئين او قانون په ضد به هېڅ نه كوم. ده ووئيل چې د سټېټ بانك د خپلواكۍ په معامله به د حكومت او د مخالفې ډلې د استازو اټارني جنرل سره په ملاقات كښې تفصيلي خبرې كوم.
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر