کراچی ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) د پاکستان پیپل?? ګوند شریک چیئرمېن او پخواني اولس مشر آصف علي زرداري وئيلي دي د وسله والو ځواكونو په طاقت او د اولس يو موټي كېدو سره د پاكستان جغرافيائي پولې محفوظ دي۔ مقبوضه كشمير كښې د پاكستان جھنډا د هڅو علامت جوړ شوے۔ كشمير به پاكستان جوړېږي۔ پاكستان به چرې هم ناكام رياست نه جوړېږي۔ پاكستان به شام جوړېدو ته ورنكړو۔ سی پېک منصوبه به پاكستان او منطقه كښې د پرمختګ نوې لارې په ګوته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ تر 18 مياشتو بهر پاتې كېدو څخه وروستو هې??اد ته د بېرته ر??تلو په مهال اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ پخواني اولس مشر په ټرك ودرېدو سره خطاب وكړو۔ آصف علي زرداري ووئيل په نړۍ كښې دا مهال ډېر مهم څيزونه روان دي ولې ما اولس له مايوسي نه بلكې امېد راوړے دے?? ا?? دا ډېره د اطمينان وړ خبره ده ہے چې د لوئے څښتن په فضل د وسله والو ځواكونو په طاقت او د اولس يو موټي كېدو سره د پاكستان جغرافيائي پولې محفوظ دي۔ ٬آصف علي زرداري ووئيل كله چې قام عزم او حوصلې سره هڅې كوي نو د ده حوصله څوك ماتولې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د شرخوښو هې??اد نه دے۔ د چین اقتصادی راهداری منصوبې ( سی پېک ) په اړه خپل خطاب كښې ده ووئيل زمونږ تصورا د راتلونكي كول پرمختګ پلو دے۔ په دې كښې د بلاول او دهې??اد د نورو كوچنيانو سباؤن شامل دے۔ پخواني اولس مشر ووئيل سي پېك سره به نه يوا ځې پاكستان او چين ته ګټھ وي بلكې د دې منصوبې په سوب به خیبر پختونخوا ، سندھ٬ پنجاب او بلوچستان كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستې شي۔ ده ووئيل زما ننې تصوير ډې محترم دے ٬ په 27 دسمبر به بيا ملاقات كيږي۔ په دغه ورځ به زيات تفصيلي خطاب وكړم۔ او زما خطاب كښې به ځينې خوشخبرۍ هم شاملې وي۔
د وسله والو ځواكونو په طاقت او د اولس يو موټي كېدو سره د پاكستان جغرافيائي پولې محفوظ دي
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔