پېنډۍ 06 جولائي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي بلوچستان كښې امن او خوشحالي د پاکستان د پرمختګ بنيادي اصول دې ، امنيتي ځواكونه الرټ او د بلوچستان او پاكستان د امن او خوشحالۍ دښمنانو ته د ماتي وركولو عزم لري۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخئ جنرل قمر جاوېد باجوہ په جي اېچ كيو كښې 7 قامي بلوچستان ورکشاپ ګډون كوٶنكو سره د خيالاتو څرګندونه كوله۔ په ورکشاپ كښې پارلماني غړي، بېورو کرېټس، د سول سوسائټۍ غړي ،ځوانان، د تعليم پوهان او د ميډيا نمائندګانو په لويه شمېره ګډون كولو۔ د دې وركشاپ مقصد د بلوچستان د مستقبل قيادت د دې جوګه كول دي چې ھغوي په قامي او صوبائي مسائلو پوهه شي او په دې په سمدستي توګه خپل ردعمل وړاندې كړې شې۔ د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه خپله وېنا كښې ووئيل د بلوچستان امن او خوشحالي د پاکستان د ترقۍ بنياد دے، اوس وخت راغلے چې په زيات زيان پورته كولو د ترلاسه كېدونكې امن څخه استفاده وكړې شي او كوټلې استحكام ترلاسه كولو لپاره د اولس پلو ګرځولې شوې نقطه نظر تر مخه معاشي پرمختګ ګړندے كړے شي۔ ده ووئيل ، امنيتي ځواكونه الرټ او د بلوچستان او پاكستان د امن او خوشحالۍ دښمنانو ته د ماتي وركولو عزم لري ۔ ده په كورني او بهرني چېلنجونو رڼا اچولو سره ووئيل د قامي نوعيت سنجيده خطر د جامع قوي غبرګون متقاضي دے، بلوچستان پلو د قامي قيادت پام راګرځېدلے او پاك پوځ د رياست نورو ادارو سره همكاره كول او قامي او صوبائي ردعمل وضع كولو كښې په بشپړه توګه بوخت دے۔ ده ووئيل مونږ يو جرات مند قام يو كوم چې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره په هر ازمېښت پوره ختلې يو
بلوچستان كښې امن او خوشحالي د پاکستان د پرمختګ بنيادي اصول دې۔ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت