اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود سناتور چوهدري تنوير وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حالت د پنجاب د كليو څخه هم خراب دے٬څوك چې خپل كور نشي سنبهالولې هغه به حكومت څه وكړي٬د اولسي ملاتړ نه بغېر څوك هم وزيراعظم نشي جوړیدې۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پھ اوسنو حالاتو كښې ټولو ته خطر دے ځكه چې ټول ټاكنې يوازې د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔ده ووئيل د كوم بدلون غږ چې پي ټي آئي كړے ؤ هغه په كے پي كے كښې نه ښكاري ۔ده ووئيل هغه څوك وزيراعظم جوړیږي كوم چې اولسي ملاتړ لري۔ده ووئيل د احتساب لپاره كه د قانون جوړولو خبره وكړې شي نو پي ټي آئي د هغې څخه تښتي٬هغوي پخپله د احتساب څخه يرېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلم ليګ(ن)د وړومبۍ ورځې څخه پھ جے آئي ټي تحفظات لرل ځكه جې پھ هغې كښې داسې خلك وو كومو چې د سياسي ګوندنو سره تړون لرلو
د خېبرپښتونخوا حالت د پنجاب د كليو څخه هم خراب دے٬څوك چې خپل كور نشي سنبهالولې هغه به حكومت څه وكړي
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ