اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د ساهيوال پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلې دي د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف وركړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بش??ي حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپا??ه دې سېفټي كمېسون جوړ كړې شي٬ بلوچستان كښې په آر سي ډ?? هائي وے بس كښې د ژوندو سوځېدونكو كسانو د كورنيو دې هم ??رسته وكړې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې د اېم كيو اېم صابر حېسن قائم خاني ??وئ??ل د ځپلې كورنۍ ډاډ ګېرنه يوازې د انصاف وركړې د لارې ممكنه ده ٬ د پوليس لخوا د بش??ي حقونو د خلاف ورزيو مانيټرنګ لپا??ه دې سېفټي كمېسون جوړ كړې شي۔ ده ??وئ??ل د پوليس يو عسكر هم ځان د قانون طابع نه ګڼي٬ د پوليس اصلاحاتو لپا??ه دې كمېټې جوړه كړې شي۔ د بلوچستان نیشنل ګوند حسن بلوچ د پېښې غندنه كولو سره وئيلي دې د مشرف په دور كښې نواب اكبر بګټي دا ډول شهيد كړې شوې او بلوچستان څخه اوس هم ډېر خلق بې دركه دي٬ پولیس د قانون طابع كولو لپا??ه دې پاليسۍ جوړې كړې شي۔۔ د پي ټي آئي عبدالشکور په بحث كښې ??وئ??ل د پېښې په اړه د مخالفې ډلې تنقيد د زړه نه تسليموو هڅه دې وكړې شي چې دا ډول پېښه بيا رامخې ته نه شي۔ پیپلز ګوند غړې ناز بلوچ په بحث كښې ??وئ??ل د كومو ماشومانو تحفظ چې د پوليس ذمه واري وه هم دغه ماشومان د پوليس له امله عدم تحفظ سره مخ دي۔
قامي اسمبلۍ كښې بېلا بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د ساهيوال د پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná