اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د ټېلي مواصلات په اړه د حكومت وژن دے او د معيشت او ټولنې لپاره ګټور دے ٬ د مسابقې او د منظمو ماركيټونو د لارې پھ قامي كچه د ټېلي مواصلات ارزانه او معياري خدمات ب??ور?? كول شي۔ده دا خبره د انټرنېشنل ټېلي كميونيكې??ن يونين عمومي سېكتر هولين ژاؤ سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔په دې موقع د پلاوي نور غړي او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان هم موجود وه۔اولس مشر ووئيل حكومت د ټېلي كميونيكېشن جامع پالېسي2015 وضعه كړی او دې سره به سماجي او اقتصادي پرمختګ وده وكړي۔اولس مشر ووئيل د ټېلي مواصلات څانګه پھ معيشت كښې په فعاله كردار ترسره كونكو څانګو كښې شامله ده او د تېرو پنځو كلونو په مهال دې څانګې د 7 اربه ډالرو نه زيات?? نيغ پ?? نيغه غېر ملكي سرمايه كار راغب كړې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان د كال 1947 نه د آئي ټي يو غړې دے او د تنظيم په چارو كښې يې فعاله كردار ترسره كړې۔پاكستان د خپل اولس ګټې له د شريكې حكمت عملۍ وضعه كولو په اړه آئي ټي يو سره په ګډه كار كول غواړي۔ده هيله څرګنده كړه چې د آئي ټي يو د عمومي سېكتر راتږ به د پاكستان او آئي ټي يو ترمينځه د مرستې اړيكې لا قوي كړي۔ده پلاوي لپاره په پاكستان كښې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه
حكومت د ټېلي كميونيكېشن په اړه جامع پالېسي 2015 وضعه كړی ده ٬دې سره به سماجي او اقتصادي پرمختګ وده وكړي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ