اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي حكومت اولس سره كړو وعدو تر سره كولو پلو روان دے٬د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د چشمه تهري نيوكليئر پاور پلانټ پرانسته د قام لپاره يو لويې زيرے دے٬د تعليم٬روغتيا او تجارت لپاره د شخصي څانګې كردار ډېر مهم دے٬كه چاپېرچل سازګار وي نو زمونږ صنعت به پرمختګ وكړي٬هېواد كښې د فلمي صنعت پرمختګ پراخا موقعې شته٬ د دې صنعت پرمختګ به په نړيواله كچه د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كولو له مرستياله ثابت شي٬ د اطلاعات وزيرې د فلم انډسټرۍ بحالۍ له د بزنس كمي??نټ?? په مرسته زور راوړو٬د ځوانانو د لارې د پاكستان مثبت تشخص به رامخې ته كولې شي٬ كله مو چې په 2013 كښې اقتدار ترلاسه كړو نو دا مزل آسان نه ؤ٬د وزيراعظم د وژن ترمخه كار كولو سره د معيشت پرمختګ او د توان په ستونزه قابو وموندلې شو٬د برېښنا 17 ساعته لوډشېډنګ تر 3 ساعتو راوستو دا لويه كاميابي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات دوهمې وزيرې د شورو په ورځ د اسلام آباد چېمبر ??ف كامرس اينډ انډسټري دورې پھ مهال سوداګرې ورورولۍ ته خ??ل خطاب كښې وكړه۔دې ووئيل صنعت او تجارت سره زما پخوانې تعلق دے٬د صنعتي پرمختګ سره به زلمو ته د روزګار پراخا موقعې په لاس ورشي٬كه چاپېرچل ساز ګار وي نو زمونږ صنعت پرمختګ كولې شي۔دې ووئيل حكومت د ترهه ګرۍ په ضد غوره تګلار خپله كړې او د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل انټرنېشنل سېكورټي پالېسي جوړه شوه٬دې ووئېل هېواد ترهه ګرۍ سره مخ ؤ خو اوسني حكومت په دې لړ كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړی۔ضرب عضب عمليات پېل كړې شوي او د كراچي آپرېشن د لارې د ښار رڼاګانې بحال كړې شوې٬ وفاقې وزير ووئېل اوس هم كراچۍ كښې ډېر كار كول غواړي ۔مريم اورنګزېب ووئيل د حكومتي ګامونو په نتيجه كښې افراط زر د تاريخ تر ټولو تېټې كچې ته راغلې ٬حكومت د معشيت پرمختګ له لوظي دے۔مريم اورنګزېب ووئېل په چېلنجونو قابو موندولو له به سوداګرې ورورولۍ له د حكومت مرسته كول وي٬مريم اورنګزېب د سوداګرې ورورولۍ د پوښتنو ځواب وركولو كښې ووئيل حكومت په صنعتي څانګه كښې د مېرمنو كردار زياتولو له كار كوي او په دې لړ كښې يې فعاله تګلاره خپل كړې۔دې ووئيل د سوداګرې ورورولۍ وړاندېزونه مخې ته اېښودو سره به په اليكټرانك او پرنټ مېډيا صنعتي او د كركيلې څانګو په اړه د خاصو پروګرامونو كولو په وړاندېزونو خبره كوم۔دې ووئيل د وزيراعظم يوت پروګرام ترمخه كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو له زلمو له د كاروبار پېل كولو موقعې وركولې شي۔په دې مهال اسلام آباد چېمبر ??ف كامرس اينډ انډسټري صدر خالد اقبال د جنورۍ 20مې نېټې څخه تر 22 نېټې كال 2017 د آئي سي سي آئي تر سيوري لاندې كېدونكې”وويمن انټر پرينيورز بزنس ايګزيبشن كښې دوهمې وزيرې ته د خاص مېلمنې پھ حېث د ګډون كولو بلنه وركړه۔وروستو يو شخصي ټي وي چينل سره د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې ووئيل اولس تحريك انصاف څخه هيلې لرلې ولې هغوي اوس مايوسه شوي٬وزيراعظم پي ټي آئي ته صوبه كښې د كاركردګۍ ښودلو مشوره وركړی وه۔دې ووئيل په ضمني ټاكنو كښې د پي ټي آئي ناكامي ښكاره ثبوت دے۔دې ووئيل تحريك انصاف دې د وخت نه وړاندې ټاكنو كولو په ځاې خپلې كاركردګۍ ته پام لرنه وكړي
حكومت اولس سره د كړو وعدو تر سره كولو پلو روان دے
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس