اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطين اولس مشر محمود عباس د نهې په ورځ د فلسطينې سفارتخانې د نو?? ودانې پرانسته وكړه۔ په دې لړ كښې د فلسطين د سفارت په نو?? ودانې كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطيني اولس مشر محمود عباس نه علاوه د فلسطين سفير او د سفارت نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د پرانستې په موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې٬ وزيراعظم او فلسطيني اولس مشر د پاكستان او د فلسطين د بېرغونو د رنګ جوړ كړې شوې كېك پرې كړو۔ د دې څخه وړاندې د فلسطين په سفارت كښې د اولس مشر محمود عباس تود هر??لې وكړې شو۔ دواړو مشرانو د سفارت په ودانې د فلسطين بېرغ هسك كړو او د سفارت د تختې مخ كتنه ئې وكړه۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔ د فلسطينې سفارت ودانې پاكستان ډالې كړې ده۔
وزيراعظم محمد نواز شريف او د فلسطين اولس مشر محمود عباس د فلسطينې سفارتخانې د نوې ودانې پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر