اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د پاکستان د داخلي او خارجي دښمنانو ترمينځھ د ناپاكه اتحاد ښكاره ثبوت موجود دے۔د سول او عسکری مشرتابه ترمينځه پياوړې تړون او نزدې مرسته د رياست په ګټه ده۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ نېشنل ډیفنس پوهنتون كښې اعلیٰ پوځي افسرانو ته خطاب كښې وكړه۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د سول او عسکری قیادت ښه اړيكې زمونږ د دښمنانو سره سره زمونږ د ملګرو په جامه كښې دښمنان هم زغملې نشي۔ده ووئيل د پاکستان دښمنان خپلو مقصدونو لپاره دغه اړيكو ته د زيان رسولو هڅه كوي۔ ده ووئيل سول او عسکری اړيكې د پاکستان په ګټه دي او د هغې مطلوبه نتيجې ترلاسه شوي۔ د هېواد د كورنۍ سلامتیا په پالیسۍ خبره كولو سره د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان ووئيل سلامتیا د نن دور يو ګڼ اړ??يزه مسئله ده۔ ده ووئيل پاکستان ډيرو چیلنجونو سره مخ دے د كومو مقابلې له چې د رياست ټولو ادارو له په ګډه كار كولو ته اړ??يا ده۔ ده ووئيل دا دې هم ومنلې شي چې هېواد كښې د سلامتیا صورتحال د 2013ء په مقابله كښې زيات ښه دے۔ د امن وضعه كښې ښه والې زمونږ د هڅو نتيجه ده او او د دې ښھ والي له د ریاست ټولو ادارو په زړه پورې كار كړے۔ ده ووئيل دښمن کمزورې شوے۔ د كورنيو چارو وزیر خطاب نه پس سینئر آفیسرانو سره د خيالاتو څرګندونې په مهال ګډون كونكو د قلمی اهمیت په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د افغانستان د صورتحال په اړه يو د آفیسر لخوا آبزرویشن او د ټرمپ حکومت نه پس د امریکې د اړ??ه يو بل پوځي مداخلت راپور په اړه ځواب كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل افغانستان كښې د يو نيم لکھ څخه زيات عسكرو موجودګۍ په صورت او د پوځي مداخلت سره هم جنګ ځپلې هېواد كښې امن نه دې راغلې۔ څوك دا توقع څنګه كولې شي چې سباؤن كښې به هم دغسې د افغانستان د سلامتیا صورتحال كښې ښه والې راشي۔
د پاکستان د داخلي او خارجي دښمنانو ترمينځھ د ناپاكه اتحاد ښكاره ثبوت موجود دے
مضمون کا ماخذ : رومن دولت