اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په مشرې كښې د سركاري اشتهاراتو په تقسيم كښې سپېځلتيا باوري كولو لپاره لوئې پرېكړې شوې دي، يوازې باقاعدګۍ سره شائع كېدونكو ورځپاڼو او مجلو ته به په منصفانه او سپېځلې طريقه اشتهارات جاري كولې شي. د ذريعو له مخې په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د اشتهارانو تقسيم او د ورځپاڼو او مجلو د اشاعت شمېرې جاج اخستلو لپاره به ډېجيټل نظام راوړلې شي. غونډې ته د ورځپاڼو او مجلو د اشاعت د جاج فهرست ” اے بي سي” په اړه بريفنګ وركړے شو. په غونډه كښې د قومي او سيمه ايزو ورځپانو او مجلو د اے بي سي په اړه د جامع پالېسې په خپلولو غور وكړے شو. غونډه باقاعدګۍ سره د اشاعت او د شمېرو جاج په اړه د چارو نه خبره كړې شوه. غونډه په سېنټرل مېډيا لسټ كښې د موجود ورځپاڼو او مجلو د تفصيلاتو څخه هم خبره كړې شوه. په غونډه كښې اصولي پرېكړه وكړې شوه چې باقاعدګۍ سره شائع كېدونكو ورځپاڼو او مجلو ته به په منصفانه او سپېځلې طريقه اشتهارات جاري كولې شي. په غونډه كښې يوازې باقاعدګۍ سره شائع كېدونكو ورځپانو او مجلو ته د اشتهاراتو جاري كولو پرېكړه وكړې شوه.
يوازې باقاعدګۍ سره شائع كېدونكو ورځپاڼو او مجلو ته به اشتهارات جاري كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په مشرې كښې په غونډه كښې پرېكړه
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس