د وزیراعظم خاص الوتكې څخه 12 م??ي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د ګوادر هوائي مېدان٬ اېكسپرېس وے او رې?? پټلۍ اپ ګرېډېشن (اېم اېل-1) جوړولو لپاره لوظنامه د وزیراعظم محمد نواز شریف د چين اوسنۍ دورې په اېجنډا شامل ده٬ د سي پېك له مخې د رې?? پټلۍ به د كراچۍ نه تر لنډي كوتل ډبل كولې شي٬ د ون بېلټ ون روټ له مخې چين د يو شمېر رابطو د لارې افريقې او اسياء سره سيمه ايزې رابطې جوړول غواړي۔ د جمعې په ورځ د چين په پايه تخت كښې نړيوالې مرستې له ون بېلټ ون روټ فورم كښې ګډون لپاره د وزیراعظم سره بيجنګ ته د پرواز په مهال “اے پي پي” سره خپلې مركه كښې ده ووئيل پاك چين اقتصادي لارې د سيمه ايزو رابطو پحقله د نړۍ تر ټولو لويه منصوبه ده او د چين اولس مشر شي جن پنګ لخوا د پورته كړې شوې ون بېلټ ون روټ اقدام مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل د دواړو مشرانو ترمېنځه د اېم او يو نه پس د پاكستان او چين لخوا په بېلا بېلو منصوبو د عمل درآمد لوظنامه شوې۔ده ووئيل د ذكر شوي فورم يو ښه اړخ دا دے چې په دې كښې د څلورو واړو صو??و اعلٰې وزيران ګډون كوي چې ورسره به د قامي سلامتيا ٬ پرمختګ او په خاص توګه د سي پېك په حقله د قامي قيادت ترمېنځه د همغږۍ يو قوي پېغام لاړ شي۔ ده ووئيل د رې?? پټلۍ به د كراچۍ نه تر لنډي كوتل ډبل كولې شي چې ورسره به د رې?? ګاډو اوسنې رفتار يو په دوه شي (د 80 كلوميټر نه تر 160 كلوميټره) د ساعت به شي۔ ده ووئيل رې??وے كښې د ښه والي سره به نه يوازې د ځائي منډيانو نورو منډيانو ته رسنه زياتېدو سره د پرمختګ نوې دور پېل شي بلكې مسابقت به هم زيات شي
د ګوادر هوائي مېدان٬ اېكسپرېس وے او رېل پټلۍ اپ ګرېډېشن (اېم اېل-1) جوړولو لپاره لوظنامه د وزیراعظم محمد نواز شریف د چين اوسنۍ دورې په اېجنډا شامل ده
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث