اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د كال 2018 ټولټاكنې د نوې انتخابي ا??لاحاتو له مخې كولو لپاره تيارۍ په حتمي پړاو كښې د??۔ د نهې په ورځ انتخابي ا??لاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ 24مه غونډې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل ذيلې كميټ?? به د رائيو اتفاق لپاره په نورو وراندېزونو كار دوامدار ساتي۔ده ووئيل ذيلي كميټ?? به د راتلونكي بجټ نه وړاندې خپل راپور ته حتمي شكل وركولو لپاره هڅې كوي خو كه چرې د بجټ نه مخكښې وړاندې نه كړې شو نو د جولائي مياشت كښې په پاېي كښې به خامخه وړاندې كولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل د انتخابي ا??لاحاتو پحقله د سياسي ګوندونو لخوا راكړې شوې وړاندېزونه مثبت دے۔ده ووئيل د ټاكنو كمېسون هم په كمېټۍ كښې خپل كردار ادا كوي۔د قانون وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل په كومو وړاندېزونو كښې چې د رائيو اتفاق نه كېږي ھغه به ذيلي كمېټۍ ته وړاندې كولې ش??۔ د قامي وطن ګوند مشر آفتاب خان شېرپاؤ ووئيل انتخابي ا??لاحات د هر سياسي ګوند په مفادو كښې دي٬ زياتره وړانديزونو ته حتمي شكل وركړې شو او پاتې ته به هم ډېر زر حتمې شكل وركړې شي۔ سیّد نوید قمر ووئيل په زياتره نكاتو پېشرفت شوې دے او په ځينو به نورو غور كولې شي۔ سناتور شبلي فراز ووئيل كميټي په انتخابي ا??لاحاتو په مثبت ډول كار كوي۔په غونډه كښې د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق او انوشه رحمان هم ګډون ??كړ??
انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ 24مه غونډه ٬ د كال 2018 ټولټاكنې به د نوې انتخابي اصلاحاتو له مخې كولې شي
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک