اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د سندھ صدرانو او جنرل سيكرټريز غونډه د جمعې په ورځ كراچۍ كښې وشوه۔د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جارې شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي سياسي صورت حال او په پرمختيائي سكيمونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم د غونډې په مهال په خپلو خبرو كښې د سندھ په حكومت سندھ زور راوړو چې د وفاقي حكومت د ټولو سماجي او اقتصادي پرمختګ سكيمونو پشمول په كامياب پاكستان، احساس كارډ، احساس راشن رعايت پروګرام، صحت كارډ او كسان كارډ كښې بشپړه برخه واخلئ ۔ده ووئيل يواځې د سياسي وجوهات په سوب د سندھ صوبې اولس د پرمختيائي سكيمونو ميوو څخه محروم پاتې نشي ، د وفاقي حكومت ټولې منصوبې د اولسې ښېګړې لپاره دي۔
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا