اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) كولمبيائي نژاد كاناډائي وګړي البرټ اومس وئيلي دي چې په اسلام آباد لوك ورثه كښې لوك ميله كتلو سره ډېر خوشحاله شوے يم، پاكستان متنوع او زړه راښكونكې كلتور لري. ده دا خبرې د شورو په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ميله كتلو لپاره لوك ورثه ته راغلے و. ده ووئيل چې په لوك ميله كښې بېلا بېل څيزونه او مصنوعات نندارتون لپاره وړاندې كړې شوي دي، د دې څيزونو څخه د پاكستان د ښكلي او زړه راښكونكي كلتور عكاسي كېږي. ده ووئيل چې په ميله كښې د لاس جوړ كړې شوي څېزونه ډېر ښائسته دي او د دې ځائ د هنرمندانو د هنر عكاسي كوي. ده ووئيل چې ميلې ته راتللو سره ډېره خوشحالي محسوسوم.
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores