اسلام آباد14جولائي (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي دوشنبے تاجکستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د شورو په ورځ د روسيه خپل همڅنګ سرګئۍ لايوروف سره ملاقات كړے ۔ د خارجه دفتر له مخې د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په اړه د مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د روسيه سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي او روسيه سره د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ له خوښي لري۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه د افغانستان په تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه تفصيلي خبرې شوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د افغانانو په قيادت كښې٬ افغانانو ته قبول٬ د افغان امن عمل مرسته روانه ساتلو له عزم لري۔ دغسې دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د مشاورت سلسله په دوامداره ساتلو اتفاق وكړو
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي تاجکستان كښې د روسيه خپل همڅمنګ سرګئۍ لايوروف سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados