اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په اندونیزیا کې د فوټبال په لوبغالي کښې د ګڼې ګوڼې او هلې ګلې پېښې په نتيجه كښې د قیمتي ځانونو په زيان ژوره خواشیني او افسوس څرګند كړې دې چې له امله يۍ شاوخوا 125 تنه مړه او 323 ټپيان شوي دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل ماته په دې پېښه سخت خفګان رسېدلې دې او زه غمجنيو كورنيو ٬ حكومت او اولس سره غمرازي كوم۔ ده ووئيل د پاكستان اولس او حكومت په دې سخت وخت كښې د انډونيشيا د وروڼو په غم او دړد كښې برابر شريك دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق او ژوبل شويو له روغ صحت وركړي۔
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش